news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

فقر او کډوالي: په فراه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۴ کسان نیول شوي

فقر او کډوالي:  په فراه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۴ کسان نیول شوي

فقر او کډوالي:  په فراه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۴ کسان نیول شوي

(بریانیوز دو شنبه (۲۰/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو اعلان کړی، چې د فراه ولایت په لاش‌وجوین ولسوالۍ کې یې ایران ته د ناقانونه تګ په تور د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۴ کسان نیولي دي

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغه کسان د یادې ولسوالۍ په پشمکي سیمه کې نیول شوي او تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي. د نیول شویو کسانو د هویت، عمرونو او د هغوی د سفر د موخو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي

دا پېښه په داسې حال کې ده چې د افغانستان ګڼ شمېر وګړي د بېوزلۍ، بېکارۍ او د ژوند د مناسبو فرصتونو د نشتوالي له امله د هېواد پرېښودو ته اړ کېږي. ځینې کورنۍ د ښه ژوند او کار موندلو په هیله ایران او نورو هېوادونو ته د تګ لپاره له غیرقانوني او خطرناکو لارو استفاده کوي

د ناقانونه کډوالۍ دغه لارې د انسان قاچاق، ناوړه ګټې اخیستنې، لوږې، تندې او ان د مرګ له خطرونو سره ملې دي. په تېرو کلونو کې د افغان کډوالو د سفرونو پر مهال د مرګ‌ژوبلې پېښې هم ثبت شوې دي

د کډوالۍ د ستونزې د کمولو لپاره د کارموندنې، اقتصادي فرصتونو او د خلکو د ژوند د ښه کېدو اړتیا مهمه ده؛ ځکه یوازې د ناقانونه تګ د مخنیوي اقدامات د هغو ستونزو حل نه شي کولای چې خلک له هېواده وتلو ته هڅوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto