د طالبانو د پلویانو غږ هم پورته شو؛ وایي افغانستان په تېرو پنځو کلونو کې په ډېرو برخو کې شاته تللی دی
په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو یو شمېر پلویانو او ملاتړو په افغانستان کې د فقر د دوام، د تبعیض، د ښوونې او روزنې د خراب وضعیت او د خلکو د ژوند په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ د نشتوالي په اړه نیوکې کړې دي.
بریانیوز- چهارشنبه، ٢٢ میزان ١٤٠٥
د دوی په باور، که څه هم په ځینو برخو کې بدلونونه راغلي، خو په ډېرو مهمو برخو کې نه یوازې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی، بلکې افغانستان په ځینو برخو کې شاته هم تللی دی.
دا بحث وروسته له هغه پراخ شو، چې ناصر خواجه نومي کاروونکي افغانستان ته د خپل وروستي سفر د تجربو په اړه په اېکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل، چې هر ځل هېواد ته د وضعیت د ښه کېدو په هیله ورځي، خو بېرته له ناهیلۍ سره خپل د اوسېدو هېواد ته ستنېږي.
خواجه په خپله لیکنه کې د ښوونیز نظام د زیانمنېدو، د فقر د دوام، د لاس پلورونکو د شمېر د زیاتېدو، د نویو ودانیو د ژر زړېدو، د عامې روغتیا د خراب وضعیت او په کابل کې د ګڼې ګوڼې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د نوموړي د یادښت په غبرګون کې د طالبانو یوه پلوي ادعا کړې، چې په تېرو پنځو کلونو کې یې په کابل کې داسې پېښه نه ده لیدلې، چې د امر بالمعروف ځواکونه دې څوک د ږیرې د خریلو یا لنډولو له امله درولي وي.
خو افغان ـ بریتانوي شنونکي احمد ولید کاکړ د دغه کاروونکي د ادعا په ځواب کې لیکلي، چې د امر بالمعروف اداره دا ډول اقدامات ترسره کوي. نوموړي همداراز په افغانستان کې د ژبني تبعیض او نورو تبعیضونو شتون تایید کړی او پوښتنه یې کړې، چې که دی هم دغه واقعیتونه ومني، نو د طالبانو پلویان به ورته څه نوم ورکړي.
په ورته وخت کې، سنګر پیکار، چې په اېکس ټولنیزه شبکه کې معمولاً د طالبانو د حکومت لاسته راوړنې بیانوي، په خپله لیکنه کې منلې، چې د افغانستان په ډېرو برخو کې د پام وړ پرمختګ نه لیدل کېږي او په ځینو مواردو کې هېواد ان شاته تللی دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې د ستونزو او واقعیتونو له بیانولو سره مخالفت د هېواد له ګټو سره مرسته نه کوي. د هغه په وینا، تر هغه چې ستونزې په څرګنده مطرح نه شي، د هغو د حل لپاره اغېزمنې لارې نه شي موندل کېدای.
د طالبانو د ځینو پلویانو له لوري دا ډول څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د دوی په ټولنیزو رسنیو کې ډېری وخت د حکومت د لاسته راوړنو یادونه کېږي. خو په دې بحث کې د ځینو ملاتړو نیوکې ښيي، چې د فقر، تبعیض، ښوونې او روزنې او د خلکو د ورځني ژوند د وضعیت په اړه اندېښنې د حکومت د پلویانو ترمنځ هم مطرح دي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?