د سپین بولدک ـ چمن له لارې د قاچاق کاروبار پراخ شوی؛ د طالبانو لوړپوړي چارواکي پکې لاس لري
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د رسمي تګ راتګ او سوداګرۍ د محدودیتونو په دوام، د سپین بولدک ـ چمن له لارې د غیررسمي لېږد کاروبار پراخ شوی او د مسافرو او سوداګریزو توکو لېږد د دې لارې له مهمو فعالیتونو څخه ګرځېدلی دی.
بریانیوز- چهارشنبه، ٢٢ میزان ١٤٠٥
له پاکستان سره د رسمي سوداګرۍ او تګ راتګ د لارو تړل کېدو او محدودیتونو په دوام، د سپین بولدک ـ چمن له لارې قاچاقي کاروبار زور اخیستی دی. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په داسې حال کې چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تګ راتګ پر ډېرو دروازو محدودیتونه لګېدلي، د سپین بولدک له لارې د مسافرو او سوداګریزو توکو د غیررسمي لېږد کاروبار لا هم روان دی.
د معلوماتو له مخې، ځینې شرکتونه د مسافرو د اوښتو په بدل کې له یوې تر دوو لکو پاکستانۍ کلدارو پورې پیسې اخلي او د پیسو په بدل کې د تګ راتګ چارې پر مخ وړي. د سرچینو په وینا، د دې بهیر په دوام کې د کرښې دواړو خواوو ته پیسې ورکول کېږي.
د مسافرو د لېږد ترڅنګ، د درملو او نورو سوداګریزو توکو قاچاق هم روان ده.
خوراکي توکی، جامی، موټر او برېښنايي وسایل هم په قاچاقی لارو افغانستان ته راوړل کیږی.
د سرچینو د ادعاوو له مخې، د دغه کاروبار په دوام کې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو نومونه هم مطرح دي او ادعا کېږي چې د پیسو د ورکړې او د تګ راتګ د اسانتیاوو له لارې د دې بهیر د روان ساتلو زمینه برابره شوې ده.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1914
-
اخبار افغانستان
1022
-
مقاله
812
-
سیاست
387
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl