news اخبار فوری
clock

د کجکي بند برېښنا په بشپړه توګه کندهار او هلمند ته پرې شوه

د کجکي بند برېښنا په بشپړه توګه کندهار او هلمند ته پرې شوه

د سیمه‌ ییزو سرچینو په وینا، د اوبو د سخت کمښت له امله د کجکي د برېښنا بند تولید له جدي ستونزې سره مخ شوی او له همدې امله د دې بند برېښنا له نن شنبې، د جدي ۶مې، په بشپړه توګه کندهار او هلمند ولایتونو ته پرې شوې ده. تر دې دمه د برېښنا د بیا وصلېدو لپاره کوم کره او رسمي مهالوېش نه دی اعلان شوی، چې دې وضعیت د خلکو اندېښنې لا زیاتې کړې دي

د موجودو معلوماتو پر بنسټ، دا مهال د کندهار ښار یوازې له محدودې لمریزې (سولري) برېښنا څخه ګټه اخلي، هغه هم یوازې د ورځې د څو ساعتونو لپاره. دا محدوده برېښنا هم تر ډېره د کندهار صنعتي ښارګوټي ته ځانګړې شوې ده، خو د ښار ډېری اوسېدونکي، روغتونونه، ښوونیز مرکزونه او سوداګریز فعالیتونه له بشپړې تیارې سره مخ دي

د افغانستان د برېښنا شرکت (برشنا) تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې د کجکي بند د اوبو د سطحې ښکته کېدل، د برېښنا دوامداره تولید ناشونی کړی دی. د شرکت په وینا، د اوبو کمښت د دې لامل شوی چې برېښنا په نوبتي او لوړو لګښتونو ووېشل شي، خو اوس وضعیت تر هغې هم خراب شوی او برېښنا په بشپړه توګه پرې شوې ده

کجکي بند د افغانستان په جنوب کې د برېښنا له مهمو او حیاتي سرچینو څخه ګڼل کېږي او کلونه کېږي چې کندهار او هلمند ولایتونه تر ډېره پر همدې بند تکیه لري. د دې بند د برېښنا پرې کېدل په داسې حال کې رامنځته شوي چې هېواد له پرله‌پسې وچکالیو، د اقلیمي بدلون له اغېزو او د اوبو او انرژۍ د سرچینو د ناسم مدیریت له ستونزو سره مخ دی

شنونکي وایي، د طالبانو د ادارې له‌خوا د اوبو او انرژۍ د سرچینو د مدیریت لپاره د روښانه او شفافې تګلارې نشتون، دا ستونزې لا ژورې کړې دي. د برېښنا نشتون نه یوازې د خلکو پر ورځني ژوند ناوړه اغېز لري، بلکې د تولیدي سکتورونو، فابریکو، کرنیزو چارو او کوچنیو کاروبارونو لپاره هم جدي ګواښ بلل کېږي

د کندهار او هلمند اوسېدونکي وایي، که دا وضعیت دوام وکړي، د خلکو پر معیشت به لا ډېر فشار راشي، بې‌کاري به زیاته شي او د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې به لا کمزورې شي. هغوی له مسوولو ادارو غواړي چې د کجکي بند د ستونزې د حل، د بدیلو انرژۍ سرچینو د پراختیا او د برېښنا د دوامدار تأمین لپاره عاجل او عملي ګامونه واخلي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto