news اخبار فوری
clock

کابل – د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د هغه تازه راپور پر وړاندې غبرګون ښودلی: د افغانستان د ناامن بللو راپورونه له واقیعت سره سمون نه لري

کابل – د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د هغه تازه راپور پر وړاندې غبرګون ښودلی: د افغانستان د ناامن بللو راپورونه له واقیعت سره سمون نه لري


کابل – د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د هغه تازه راپور پر وړاندې غبرګون ښودلی، چې افغانستان یې د نړۍ د ناامنو هېوادونو په لېست کې شامل کړی دی. د یاد وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، د «اقتصاد او سولې نړیوال انسټیټیوټ» وروستی راپور غیرواقعي، بې‌اساس او له میداني حقایقو لېرې بللی دی

قانع ویلي، دا ډول راپورونه زیاتره د زړو معلوماتو، نامعتبره سرچینو او داسې تحلیلونو پر بنسټ چمتو کېږي چې د افغانستان له اوسني امنیتي وضعیت سره هېڅ اړخ نه لګوي. د هغه په وینا، په هېواد کې عمومي امنیت ټینګ شوی، جګړې پای ته رسېدلي او خلک د پخوا په پرتله په امن چاپېریال کې ژوند کوي، خو بیا هم ځینې نړیوال بنسټونه د واقیعت خلاف انځور وړاندې کوي

د کورنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې دا راپورونه سیاسي انګېزې لري او موخه یې د افغانستان د امنیتي پرمختګونو تر پوښتنې لاندې راوستل دي. هغه زیاته کړې

که د افغانستان اوسنی وضعیت د تېرو شلو کلونو له حالاتو سره پرتله شي، نو څرګنده ده چې امنیت په بې‌ساري ډول ښه شوی او دا حقیقت هېڅوک نه شي پټولای

عبدالمتین قانع همدارنګه ویلي چې د طالبانو حکومت د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امنیت د ټینګښت لپاره منظم پلانونه عملي کړي، د ناقانونه وسله‌والو پر وړاندې جدي اقدامات شوي او د خلکو د ځان، مال او عزت ساتنه د حکومت لومړیتوب دی. د هغه په وینا، د لویو لارو امنیت ټینګ دی، د غلاوو او جنايي پېښو کچه راکمه شوې او خلک کولای شي له یوې سیمې بلې ته په ډاډه زړه سفر وکړي

بل لور ته، د اقتصاد او سولې نړیوال انسټیټیوټ په خپل کلني راپور کې ویلي وو چې که څه هم په افغانستان کې له طالبانو د واک ته رسېدو وروسته جګړې او نښتې کمې شوې دي، خو بیا هم دغه هېواد د نړۍ له شپږو ناامنو هېوادونو څخه ګڼل کېږي. دغه بنسټ د امنیت د ارزونې لپاره سیاسي ثبات، کورني شخړې او احتمالي ګواښونه د خپلو معیارونو برخه بللې دي

د طالبانو چارواکي بیا ټینګار کوي چې دا ډول ارزونې له واقعي حالاتو سره سمون نه لري او نړیوالې ادارې باید د افغانستان د وضعیت په اړه خپلې څېړنې پر عیني معلوماتو او میداني مشاهداتو ولاړې کړي، نه پر اټکلونو او زړو راپورونو

سیاسي شنونکي وایي، د افغانستان د امنیت په اړه د نړیوالو بنسټونو او د طالبانو د حکومت ترمنځ دا اختلاف ښيي چې د هېواد د وضعیت په اړه نړیوال روایت او د حاکم حکومت دریځ لا هم له یو بل سره واټن لري. دوی باور لري چې د دې واټن د کمولو لپاره شفاف معلومات، ازادې څېړنې او عملي تعامل ته اړتیا ده

په داسې حال کې چې طالبان د امنیت د ټینګښت ادعا کوي، د افغانستان امنیتي وضعیت لا هم د نړیوالو بحثونو او راپورونو یوه مهمه موضوع پاتې ده او ښایي په راتلونکې کې هم د سیاسي او دیپلوماتیکو اختلافونو محور وي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط QVlOgWrYDIfHDjdHPckaV

    BCJJStVPFgxHovqcuKHjIb

    quoto
  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto