news اخبار فوری
clock

سرچینې: پاکستان د پکتیکا او ننګرهار ولایتونو پر پنځو ځایونو بریدونه کړي

سرچینې: پاکستان د پکتیکا او ننګرهار ولایتونو پر پنځو ځایونو بریدونه کړي

تازه جزئیات : ځايي سرچینو بریانیوز ته ویلي، چې د پاکستان هوايي ځواکونو د شنبې په شپه په پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې پر پنځو ځایو هوايي بریدونه کړې دي.

بریانیوز( شنبه، ٢ حوت ١٤٠٤)

سرچینو ویلي، چې د پاکستان هوايي ځواکونو د شنبې په شپه د افغانستان په ختیځ کې د پکتیکا په برمل او ارګون ولسوالیو کې بریدونه وکړل او له یادو بریدونو وروسته د پاکستان هوايي ځواکونو د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ د کوز بیار، مارکو شاوخوا سیمو تر څنګ د بهسودو ولسوالۍ په ګردي کڅ سیمه کې هم هوايي بریدونه کړې دي.

سرچینو ویلي، چې پاکستاني ځواکونو تر ډېره په یادو بریدونو کې دیني مدرسي او د طالبانو نظامي پوستې په نښه کړې دي.

طالبانو تر اوسه د پاکستان د یادو هوايي بریدونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په یادو بریدونو کې د مرګ‌ژوبله اړه هم تر اوسه له رسنیو سره کوم معلومات نه دي شریک شوي.

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto