news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د ملګرو ملتونو تازه راپور؛ بېوزلي، وچکالي او د مرستو کمښت د افغانانو ژوند له سختو

د ملګرو ملتونو تازه راپور؛ بېوزلي، وچکالي او د مرستو کمښت د افغانانو ژوند له سختو

د ملګرو ملتونو تازه راپور؛ بېوزلي، وچکالي او د مرستو کمښت د افغانانو ژوند له سختوازموینو سره مخ کړی

بریا نیوز (پنـجـــه شنبه،۲۳ثور ۱۴۰۵)

په داسې حال کې چې افغانستان لا هم د اقتصادي او بشري کړکېچ تر سیوري لاندې ژوند کوي، ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان د بېوزلۍ په کړاو کې ژوند کوي او د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته د رسېدو لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي

د راپور له مخې، که څه هم د افغانستان اقتصاد د دویم پرله‌پسې کال لپاره د ودې نښې ښودلې، خو د نفوس چټک زیاتوالی د دې لامل شوی چې د هر وګړي عاید ۲.۱ سلنه راکم شي. شنونکي وایي، دا وضعیت ښيي چې اقتصادي وده لا هم د خلکو پر ورځني ژوند مثبت اغېز نه دی کړی او ګڼې کورنۍ لا هم د بېکارۍ، لوږې او اقتصادي فشارونو تر بار لاندې شپې او ورځې تېروي

ملګرو ملتونو زیاته کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې د ۲.۹ میلیونه افغان کډوالو پراخې راستنېدنې د هېواد پر کمزوري اقتصاد لا نور فشار راوستی دی. راپور څرګندوي چې د دغو راستنېدنو له امله نږدې ۱.۴ میلیونه نور کسان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او ګڼ شمېر کورنۍ د سرپناه، خوړو او روغتیايي خدمتونو له کمښت سره لاس او ګرېوان دي

راپور د وچکالۍ دوام هم د افغانانو د ژوند لپاره ستر ګواښ بللی دی. د کرنې سکتور، چې د میلیونونو افغانانو د عاید مهمه سرچینه ګڼل کېږي، د اوبو کمښت او اقلیمي بدلونونو له امله سخت زیان لیدلی او بزګران د خپلو حاصلاتو د کمېدو له امله له درنو مالي زیانونو سره مخ شوي دي

بل لور ته، د نړیوالو مرستو کمښت د روغتیايي سکټور حالت هم ترینګلی کړی دی. د راپور له مخې، د بودجې د کمښت له امله تر ۴۴۰ ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې خپل خدمتونه محدود کړي دي. دا وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو او لرې پرتو سیمو اوسېدونکو لپاره اندېښمنوونکی بلل شوی، ځکه ګڼ خلک اوس بنسټیزو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري

کارپوهان وایي، که نړیواله ټولنه د افغانستان بشري وضعیت ته جدي پاملرنه ونه کړي، ښايي د بېوزلۍ، بېکارۍ او لوږې څپه نوره هم پراخه شي. دوی ټینګار کوي چې د اقتصادي ثبات، د کارموندنې فرصتونو رامنځته کولو او د بشري مرستو دوام د افغانانو د ژوند د ژغورلو لپاره حیاتي ارزښت لري

افغانستان دا مهال د داسې حساسو شرایطو له پړاو تېرېږي چې میلیونونه وګړي یې د راتلونکي په اړه له اندېښنو سره مخ کړي او د عادي ژوند هیلې یې د اقتصادي فشارونو تر سیوري لاندې کمزورې شوې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto