د ټرمپ د چین سفر بې له سترې لاسته راوړنې پای ته ورسېد؛ د سوداګرۍ او ایران جګړې په اړه پرمختګ ونه شو
د ټرمپ د چین سفر بې له سترې لاسته راوړنې پای ته ورسېد؛ د سوداګرۍ او ایران جګړې په اړه پرمختګ ونه شو
بریا نیوز (جمعه،۲۴ثور ۱۴۰۵)
د امریکا ولسمشر د خپل دوه ورځني سفر له پای ته رسېدو وروسته د جمعې په ورځ له چین څخه ووت
که څه هم ټرمپ د خپل سفر پر مهال څو ځله د چین له ولسمشر څخه ستاینه وکړه او هغه یې یو ځواکمن او اغېزناک مشر وباله، خو دغه سفر د مهمو سیاسي او اقتصادي لاسته راوړنو پرته پای ته ورسېد
راپورونه وایي، واشنګټن هیله لرله چې له بېجینګ سره به د سوداګرۍ پر روانو اختلافونو کې یو څرګند پرمختګ رامنځته شي، خو دواړه لوري ونه توانېدل کومه پراخه هوکړه اعلان کړي
همداراز، امریکا تمه لرله چې چین به د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره عملي او اغېزناک رول ولوبوي، خو په دې برخه کې هم کوم ښکاره بدلون ونه لیدل شو
سیاسي شنونکي باور لري چې د امریکا او چین ترمنځ اړیکې لا هم له حساسو او پېچلو پړاوونو تېرېږي. د سوداګرۍ سیالي، نړیوال نفوذ او د منځني ختیځ روان وضعیت هغه مهم عوامل بلل کېږي چې د دواړو سترو قدرتونو اړیکې یې تر اغېز لاندې راوستي دي
کارپوهان وایي، که څه هم د ټرمپ او شي جینپینګ ترمنځ د خبرو اترو فضا تر ډېره نرم او دوستانه ښکارېده، خو عملي سیاست کې لا هم ژور اختلافات موجود دي او دا مسئله د نړۍ د دوو سترو اقتصادي قدرتونو ترمنځ د باور فضا کمزورې ساتي
د یادونې وړ ده چې د امریکا او چین اړیکې نه یوازې د دواړو هېوادونو لپاره، بلکې د نړیوال اقتصاد، سیمهییز امنیت او نړیوال سیاست لپاره هم ځانګړی اهمیت لري، ځکه د دغو قدرتونو هر تحول د نړۍ پر بازارونو او سیاسي وضعیت مستقیم اغېز پرېباسي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?