پاکستانۍ سناتورۍ غونډه کې تودې څرګندونې؛ رانا ثناءالله د افغانستان په اړه تازه ادعاوې وکړې
بریا نیوز (شنبه ،۲۶ثور ۱۴۰۵)
د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي او پارلماني سلاکار او د دغه هېواد پخواني کورنیو چارو وزیر، رانا ثناءالله، ادعا کړې چې له اوو زرو ډېر «هراسافکن» په افغانستان کې روزل کېږي څو د پاکستان دننه بریدونه ترسره کړي
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي د پاکستان د سنا مجلس په یوه غونډه کې ویلي چې دغه کسان د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره چمتو کېږي او ادعا یې کړې چې هغوی ته «هند او اسراییل مالي ملاتړ» برابروي
رانا ثناءالله په خپلو خبرو کې د پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې هېواد یې له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دی. هغه ټینګار کړی چې اسلاماباد به د هر ډول احتمالي بریدونو پر وړاندې سخت اقدامات وکړي
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي مسایلو په تړاو وخت ناوخت لفظي ترینګلتیاوې رامنځته کېږي
تر دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو ورته ادعاوې کړې وې، خو افغان لوري بیا تل دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي
سیاسي شنونکي باور لري چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د باور فضا کمزورې شوې او دا ډول څرګندونې کولای شي سیمهییز وضعیت لا پسې پېچلی کړي. د دوی په اند، د ستونزو د حل یوازینۍ لار د خبرو اترو، ګډ امنیتي تفاهم او ډیپلوماټیکو اړیکو پیاوړتیا ده
په همدې حال کې د سیمې د امنیتي حالاتو په اړه نړیواله اندېښنه هم زیاته شوې، ځکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر ډول زیاتېدونکی تاوتریخوالی کولای شي د پراخې بېثباتۍ لامل شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?