اوچا: د ډنمارک نوې مرسته به د افغانستان زرګونو اړمنو کورنیو ته هیلې وروبښي
بریا نیوز (دوشنبه ،۲۸ثور ۱۴۰۵)
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر،اوچا ، اعلان کړی چې ډنمارک د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۳۵ میلیونه ډنمارکي کرونه، چې شاوخوا ۵.۴۹ میلیونه امریکايي ډالره کېږي، ځانګړې کړې دي
اوچا ویلي، دغه نوې مالي مرسته به له هغو افغان کورنیو سره مرسته وکړي چې د بېوزلۍ، وچکالۍ، بې ځایه کېدو او نورو بشري ناورینونو له سختو اغېزو سره مخ دي. د یاد سازمان په وینا، دا مرستې به اړمنو خلکو ته د ژوند ژغورونکو خدمتونو، خوراکي توکو، روغتیايي پاملرنې او بېړنیو بشري مرستو د رسولو زمینه لا پیاوړې کړي
اوچا همداراز زیاته کړې چې د افغانستان ګڼ شمېر سیمې لا هم له سختو اقتصادي او بشري ستونزو کړېږي او میلیونونه کسان د نړیوالو مرستو اړتیا لري. د دوی په خبره، د ډنمارک دا نوې مرسته به زیانمنو ټولنو ته دا توان ورکړي چې له روانو کړکېچونو څخه د راوتلو لپاره مهم ملاتړ ترلاسه کړي
بشري بنسټونو د نړیوالو هېوادونو له دوامدار ملاتړ څخه هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې افغان ولس لا هم د پراخو بشري مرستو سخت اړتیا لري، څو د لوږې، بېکارۍ او بېوزلۍ له زیاتېدونکو ګواښونو وژغورل شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1668
-
اخبار افغانستان
731
-
مقاله
309
-
سیاست
86
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl