اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د واخان دهلېز تاریخي بدلون: افغانستان او چین د ځمکې له لارې سره ونښلول شول

د واخان دهلېز تاریخي بدلون: افغانستان او چین د ځمکې له لارې سره ونښلول شول

د واخان دهلېز تاریخي بدلون: افغانستان او چین د ځمکې له لارې سره ونښلول شول

بریا نیوز (دوشنبه ،۲۸ثور ۱۴۰۵) 

د افغانستان په شمال ختیځ کې د بدخشان ولایت د واخان دهلېز له لارې د یوې مهمې زیربنايي لاسته راوړنې خبر ورکړل شوی، چې له مخې یې د افغانستان او چین ترمنځ د خام سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې او دواړه هېوادونه د ځمکې له لارې سره نښلول شوي دي

د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزیر عبداللطیف منصور په کابل کې د چین د سفیر ژاو شینګ سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د واخان د سړک خامې چارې بشپړې شوې دي او پاتې تخنیکي کارونه لا هم روان دي

هغه زیاته کړه:

له نېکه مرغه د واخان سړک خامه چارې بشپړې شوې، دواړه هېوادونه سره وصل شول او پاتې چارې یې هم روانې دي

دا پرمختګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو، سوداګرۍ او سیمه‌ییز اتصال په برخه کې یو مهم بدلون بلل کېږي، خو د وزارت له خوا تر اوسه د دې لارې د تخنیکي جزییاتو او د رسمي پرانیستې نېټې په اړه بشپړ معلومات نه دي وړاندې شوي

بلخوا، په افغانستان کې د چین سفیر دا پرمختګ یو مهم ګام بللی او ویلي یې دي چې د چین حکومت په افغانستان کې د روانو پراختیایي پروژو ملاتړ ته ژمن پاتې کېږي. هغه د دې لارې پر اقتصادي ارزښت او د سیمه‌ییز اتصال پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی

د واخان دهلېز چې د افغانستان په بدخشان ولایت کې موقعیت لري، له جغرافیایي پلوه د افغانستان او چین ترمنځ یوازینۍ طبیعي پوله جوړوي. دا سیمه د لوړو غرونو، سختو لارو او ستراتېژیک موقعیت له امله له کلونو راهیسې د سیمه‌ییزو او نړیوالو بحثونو مرکز پاتې شوې ده

کارپوهان وایي چې د دې لارې بشپړېدل کولی شي د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي همکارۍ لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي، او افغانستان د سیمې د اتصال په یوه مهم دهلېز بدل کړي

له کلونو راهیسې د واخان دهلېز د سړک جوړولو موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ د احتمالي مستقیمې ځمکنۍ لارې په توګه مطرح وه، چې اوس یې عملي پرمختګ د سیمې د جیوپولیټیک اهمیت نوې مرحله پیل کړې ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto