افغانستان: د هرات تورې ډبرې د امریکا بازار ته ورسېدې؛ لومړۍ صادراتي جوپه په ۱۰۰ زره ډالرو وپلورل شوه
افغانستان: د هرات تورې ډبرې د امریکا بازار ته ورسېدې؛ لومړۍ صادراتي جوپه په ۱۰۰ زره ډالرو وپلورل شوه
بریانیوز - چهار شنبه،۷اسد ١٤٠٥
په هرات کې د طالبانو د رسنیز دفتر ویلي، د دغه ولایت د صادراتي ډبرو لومړۍ جوپه د امریکا بازار ته لېږدول شوې ده
د یاد دفتر د معلوماتو له مخې، د صادر شویو ډبرو ارزښت شاوخوا ۱۰۰ زره ډالره دی او په دې جوپه کې د هرات ولایت د زندهجان ولسوالۍ د کانونو تورې ډبرې شاملې دي
چارواکي وایي، د دغو ډبرو صادرېدل د هرات د کانونو د پراختیا او د افغانستان د طبیعي زیرمو د نړیوال بازار ته د رسېدو په برخه کې مهم ګام دی
د هرات تورې ډبرې چې د ودانیزو چارو او سینګار په برخه کې کارول کېږي، د هېواد له ارزښتناکو کانیزو توکو څخه شمېرل کېږي او د نړیوالو بازارونو د پام وړ ګرځېدلې دي
د کانونو او سوداګرۍ برخې فعالان ټینګار کوي چې د افغانستان د طبیعي زیرمو منظم استخراج او بهرنیو بازارونو ته یې صادرول کولای شي د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1731
-
اخبار افغانستان
880
-
مقاله
604
-
سیاست
228
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl