طالبان افغان استادان او متخصص ډاکټران ګوښه کوي، خو له ترکیې د نویو متخصصانو د لېږلو غوښتنه کوي
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر، ندا محمد ندیم، له ترکیې غوښتي چې افغانستان ته د پوهنتون استادان او متخصص ډاکټران د تدریس او عملي روزنې لپاره واستوي.
بریانیوز- چهارشنبه ٧ اسد ١٤٠٥
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د خبرپاڼې له مخې، ندیم دغه غوښتنه د سېشنبې په ورځ په کابل کې د ترکیې له سفیر، سادین آییلدیز، سره د لیدنې پر مهال کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، نوموړي له ترکیې دا غوښتنه هم کړې چې د کابل د طبي علومو پوهنتون اړوند د عليآباد تدریسي روغتون دوه زړې ودانۍ ورغوي او د افغانستان د تدریسي روغتونونو د تجهیز په برخه کې همکاري وکړي.
د طالبانو د وزارت په وینا، د ترکیې سفیر ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د علمي همکاریو پراخولو ته چمتو دی او د دواړو هېوادونو پوهنتونونه کولای شي علمي اړیکې جوړې او د همکاریو هوکړهلیکونه لاسلیک کړي.
خو د طالبانو په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې ترکیې د استادانو او متخصصو ډاکټرانو د استولو غوښتنه منلې ده که نه.
دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان پوهنتونونه او روغتیايي مرکزونه د استادانو، متخصصو ډاکټرانو او علمي کادرونو له کمښت سره مخ دي.
په تېرو پنځو کلونو کې ګڼ شمېر استادانو، ډاکټرانو او متخصصانو د اقتصادي ستونزو، دندیزو محدودیتونو، سیاسي فشارونو او امنیتي اندېښنو له امله افغانستان پرېښی دی. همدارنګه یو شمېر استادان له پوهنتونونو ګوښه شوي یا یې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
منتقدان وایي، طالبانو په ځینو پوهنتونونو کې د پوهنتوني تجربې پر ځای خپل نږدې ملایان او بېتجربې کسان په اداري او تدریسي بستونو ګومارلي، چې د متخصصو استادانو له وتلو سره یوځای یې د لوړو زدهکړو او علمي څېړنو کیفیت زیانمن کړی دی.
طالبانو د ۱۴۰۱ کال له قوس میاشتې راهیسې د نجونو او ښځو پر پوهنتوني زدهکړو بندیز لګولی، چې د ښځینه استادانو او متخصصو ډاکټرانو د روزنې بهیر یې هم درولی او د روغتیا په سکټور کې یې د مسلکي کادرونو کمښت لا زیات کړی دی.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?