news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ګانیون: بدخشان کې د دوامدار معیشت لپاره لا ډېرو پانګونو ته اړتیا ده

ګانیون: بدخشان کې د دوامدار معیشت لپاره لا ډېرو پانګونو ته اړتیا ده

ګانیون: بدخشان کې د دوامدار معیشت لپاره لا ډېرو پانګونو ته اړتیا ده

 بریانیوز سه شنبه ( ۳/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

بدخشان — د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي سرپرستې جورجیت ګانیون بدخشان ته د سفر پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د بدیلو پراختیايي فرصتونو د رامنځته کولو او د خلکو د دوامدار معیشت د پیاوړتیا لپاره لا ډېرو پانګونو ته اړتیا ده

ګانیون د بدخشان د سفر پر مهال له سیمه‌ییزو چارواکو، قومي مشرانو او د ټولنې له بېلابېلو استازو سره کتلي او د خلکو د ژوند پر وړاندې د شته اقتصادي او ټولنیزو ستونزو په اړه یې خبرې کړې دي

د یوناما سرپرستې د ښځو د وضعیت او د هغوی د اقتصادي ونډې په اړه هم بحث کړی او ټینګار یې کړی چې د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره باید د کار او عاید دوامدار فرصتونه رامنځته شي

نوموړې د نشه‌یي توکو د زیانونو د کمولو لپاره پر روانو هڅو هم خبرې کړې او د دې برخې د ملاتړ او د زیانمنو کسانو د درملنې لپاره یې د ملګرو ملتونو پر دوامدارې همکارۍ ټینګار کړی دی

ګانیون په فیض‌اباد ښار کې له یو شمېر سوداګرو ښځو سره هم لیدلي او د هغوی د اقتصادي فعالیتونو، ستونزو او اړتیاوو په اړه یې خبرې کړې دي

د یوناما سرپرستې په بدخشان کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د روږدو کسانو د درملنې او ملاتړ له یوه مرکز څخه هم لیدنه کړې ده. نوموړې د دغه مرکز فعالیتونه او د نشه‌یي توکو له امله زیانمنو کسانو ته د برابرېدونکو خدمتونو بهیر له نږدې کتلی دی

د ګانیون دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې په افغانستان کې د بېوزلۍ، بېکارۍ او د عاید د محدودو سرچینو له امله د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره د پراختیايي پروژو او پانګونو اړتیا لا هم جدي بلل کېږي

ملګري ملتونه وايي، د دوامدار معیشت د رامنځته کولو لپاره یوازې بېړنۍ مرستې بسنه نه کوي، بلکې د کار، سوداګرۍ، پانګونې او بدیلو اقتصادي فرصتونو پراختیا هم اړینه ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto