news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ننګرهار: جلال‌اباد کې د روږدو کسانو لپاره زر بستریز روغتون پرانیستل شو

ننګرهار: جلال‌اباد کې د روږدو کسانو لپاره زر بستریز روغتون پرانیستل شو

ننګرهار: جلال‌اباد کې د روږدو کسانو لپاره زر بستریز روغتون پرانیستل شو

 بریانیوز سه شنبه ( ۳/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

جلال‌اباد — په جلال‌اباد ښار کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یو مهم ګام اخیستل شوی او د روږدو کسانو د درملنې لپاره زر بستریز روغتون جوړ او رسماً پرانیستل شوی دی

چارواکي وايي، دغه روغتون به د ختیځ زون د هغو کسانو لپاره د درملنې او روغتیايي خدمتونو زمینه برابره کړي چې له نشه‌یي توکو سره د روږدي کېدو له ستونزې سره مخ دي

د روغتون د جوړېدو له لارې به د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان روږدو کسانو ته د درملنې، څارنې او بیا رغونې اسانتیاوې برابرې شي

د روغتیايي مسوولینو په باور، د روږدو کسانو درملنه یوازې د یوه کس د روغېدو مسئله نه ده، بلکې د کورنیو، ټولنې او راتلونکو نسلونو له خوندیتوب سره هم مستقیمه اړیکه لري

د زر بستریز روغتون پرانیستل په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د نشه‌یي توکو د روږدي کېدو ستونزه د کورنیو او ټولنې لپاره له جدي ټولنیزو ننګونو څخه ګڼل کېږي

تمه ده چې دغه روغتون به د ختیځو ولایتونو د روږدو کسانو لپاره د درملنې د اړتیاوو یوه مهمه برخه پوره کړي او هغوی ته به د بېرته عادي ژوند پر لور د ستنېدو زمینه برابره کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto