واشنګټن : د امریکا نوي بندیزونه؛ پر ایران اقتصادي فشارونه لا پسې زیاتېږي
بریانیوز پنجشنبه ( ۵/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د امریکا حکومت پر ایران د نویو بندیزونو له لګولو سره د تهران پر اقتصادي فعالیتونو فشارونه لا زیات کړي دي. د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ وايي، دغه بندیزونه د ایران د اقتصاد مهمې برخې، د تېلو پېر او پلور، د پیسو لېږد او نفتي معاملې په نښه کوي
د واشنګټن په وینا، د نویو بندیزونو موخه د ایران د عوایدو سرچینې محدودول او پر هغه هېواد اقتصادي فشار زیاتول دي. امریکايي چارواکي هڅه کوي د مالي او نفتي برخو د محدودولو له لارې د تهران اقتصادي ظرفیتونه راکم کړي
بلخوا، ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې د امریکا د اقتصادي فشارونو دوام به بې غبرګونه پاتې نه شي. د تهران په وینا، د بندیزونو د زیاتېدو په صورت کې ښايي د سیمې د مهمو سوداګریزو او انرژۍ د لېږد لارو پر وضعیت اغېز ولري
د ایران له لوري په ځانګړي ډول د هرمز تنګي یادونه شوې؛ هغه مهمه سمندري لار چې د نړۍ د تېلو د لېږد په برخه کې ستر اهمیت لري. د دې لارې د تګ راتګ هر ډول خنډ کولی شي د نړیوالو انرژۍ بازارونو او د تېلو پر بیو مستقیم اغېز وکړي
په همدې حال کې، د امریکا د بندیزونو او اقتصادي فشارونو ترڅنګ د ایران د ملي پیسو ارزښت هم په بېساري ډول کم شوی دی. د راپورونو له مخې، ایراني ریال په ازاد بازار کې خپل تر ټولو ټیټ تاریخي ارزښت ته رسېدلی او د یوه امریکايي ډالر بیه له دوو میلیونو ریالو لوړه شوې ده
د ریال د ارزښت کمېدل د ایران پر اقتصاد، د توکو پر بیو او د خلکو پر پېرلو ځواک د فشارونو د زیاتېدو اندېښنې راپارولي دي
د امریکا او ایران ترمنځ د بندیزونو او اقتصادي فشارونو نوی پړاو په داسې مهال رامنځته کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اټومي اختلافات لا هم ژور دي او د احتمالي خبرو اترو د راتلونکي په اړه هم ناڅرګندتیا موجوده ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?