news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

تاشکند : د کابل او تاشکند نوې اقتصادي همکاري؛ د څلور میلیارده ډالرو تړونونه

تاشکند : د کابل او تاشکند نوې اقتصادي همکاري؛ د څلور میلیارده ډالرو تړونونه

تاشکند : د کابل او تاشکند نوې اقتصادي همکاري؛ د څلور میلیارده ډالرو تړونونه

 بریانیوز پنجشنبه ( ۵/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 افغانستان او اوزبېکستان په وروستیو کلونو کې د سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو ترڅنګ د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره هم هڅې چټکې کړې دي

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په تېر کال کې نږدې یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده؛ هغه رقم چې د کابل او تاشکند ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراخېدو څرګندونه کوي

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، اوزبېکستان تېر کال د افغانستان د صادراتو درېیم لوی بازار هم و. افغانستان دغه هېواد ته د تېر کال په ترڅ کې د شاوخوا ۱۵۱ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي

د اقتصادي اړیکو د پراختیا په لړ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېلابېلو برخو لپاره د څلور میلیارده ډالرو په ارزښت تړونونو او همکاریو خبره هم شوې ده. تمه ده چې د دغو هوکړو عملي کېدل د پانګونې، سوداګرۍ او ګډو اقتصادي پروژو لپاره نوې زمینه برابره کړي

اوزبېکستان د افغانستان لپاره د منځنۍ اسیا له مهمو سوداګریزو او ترانزیټي شریکانو څخه ګڼل کېږي. د دواړو هېوادونو نږدې جغرافیایي موقعیت د دې امکان برابروي چې افغانستان د منځنۍ اسیا بازارونو ته د سوداګریزو توکو د رسولو او د سیمې د ترانزیټ په یوه مهمه لاره بدل شي

افغان چارواکي باور لري چې د سوداګرۍ د حجم زیاتوالی او د پانګونې د هوکړو عملي کېدل کولی شي د افغانستان د صادراتو د پراختیا، د عوایدو د زیاتېدو او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم رول ولوبوي

د کابل او تاشکند ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا په داسې حال کې ده چې دواړه هېوادونه هڅه کوي د سوداګرۍ او ترانزیټ ترڅنګ په انرژۍ، صنعت او نورو اقتصادي برخو کې هم ګډې پروژې پراخې کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto