زلمي خلیلزاد: که امریکا له افغانستان سره تعامل ونه کړي، تشه به یې چین او روسیه ډکه کړي
بریانیوز دوشنبه (۲۳/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، که واشنګټن له افغانستان سره تعامل ته دوام ورنه کړي، هغه تشه به چین او روسیه ډکه کړي او امریکا به په دې هېواد کې خپل نفوذ او ستراتیژیکې ګټې له لاسه ورکړي
خلیلزاد په الجزیرې سره په مرکه کې ویلي، د افغانستان ثبات د امریکا له مهمو ګټو څخه دی او واشنګټن باید ډاډ ترلاسه کړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د امریکا ضد ډلو پر مرکز نه بدلېږي. هغه ټینګار کړی چې د افغانستان بېثباتي کولی شي د افراطي ډلو د بیا منظمېدو زمینه برابره کړي
نوموړي ویلي، امریکا باید په افغانستان کې خپلې اوږدمهالې ګټې په پام کې ونیسي او له دغه هېواد سره د تعامل لپاره خپله تګلاره د اوسنیو او راتلونکو شرایطو له مخې بیا وارزوي
د خلیلزاد په وینا، د افغانستان طبیعي زیرمې او اقتصادي ظرفیتونه هم د امریکا لپاره د پام وړ دي
هغه خبرداری ورکړی چې چین هڅه کوي د افغانستان په کانونو او طبیعي زیرمو کې خپل نفوذ پراخ کړي، په داسې حال کې چې روسیه هم په افغانستان کې خپل حضور او فعالیت زیاتوي
خلیلزاد ویلي، د افغانستان اقتصادي پراختیا او د طبیعي زیرمو استخراج، که د نړیوالو شرکتونو او پانګهوالو له لارې ترسره شي، کولی شي د امریکا له اقتصادي او ستراتیژیکو ګټو سره همغږي ولري
د هغه دا څرګندونې په داسې وخت کې دي چې د افغانستان او امریکا د اړیکو د بیا پراختیا بحثونه یو ځل بیا مطرح شوي دي
خلیلزاد په دې وروستیو کې له افغان چارواکو سره هم د افغانستان د وضعیت، اقتصادي ودې او د بهرنیو پانګونو پر فرصتونو خبرې کړې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?