news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

دامریکابهرنیو چارو وزارت: خپلو شرکتونو ته په افغانستان کې له واکمنې ډلې سره د معاملاتو په اړه خبرداری ورکړ

دامریکابهرنیو چارو وزارت: خپلو شرکتونو ته په افغانستان کې له واکمنې ډلې سره د معاملاتو په اړه خبرداری ورکړ

دامریکابهرنیو چارو وزارت: خپلو شرکتونو ته په افغانستان کې له واکمنې ډلې سره د معاملاتو په اړه خبرداری ورکړ

 بریانیوز دوشنبه (۲۳/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکایي شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې له واکمنې ډلې سره د سوداګریزو قراردادونو پر مهال له ډېر احتیاط څخه کار واخلي او د امریکا قوانین او ملي ګټې په پام کې ونیسي

د وزارت په وینا، له واکمنې ډلې او د هغې له اړوندو کسانو سره ځینې معاملې د امریکا د بندیزونو او د ترهګرۍ ضد قوانینو له محدودیتونو سره د ټکر احتمال لري. له همدې امله امریکایي شرکتونه باید د هر ډول قرارداد له لاسلیک مخکې حقوقي او مالي اړخونه په دقت وارزوي

دغه خبرداری وروسته له هغه خپور شوی چې په سعودي عربستان کې مېشتې ډیلټا انټرنیشنل انرژي شرکت په افغانستان کې د نفت او ګازو د اکتشاف او استخراج لپاره د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالرو لومړنۍ پانګونې تړون لاسلیک کړ

د تړون له مخې، دغه شرکت به د هرات او بادغیس ترمنځ د کشک ـ تیرپل په سیمه کې د نفت او ګازو پر سرچینو کار وکړي. د تړون موده ۲۵ کاله ښودل شوې او د شرکت د معلوماتو له مخې، د افغانستان د انرژۍ په برخه کې د لا پراخو پانګونو پلان هم شته

د امریکا د خزانې وزارت له مخې، امریکایي وګړي او شرکتونه په عمومي ډول له هغو کسانو او ادارو سره د معاملاتو اجازه نه لري چې د امریکا د بندیزونو په اړوندو نوملړونو کې شامل وي، او ځینې معاملې له قانوني او جزايي پایلو سره هم مخ کېدای شي

د واشنګټن دغه دریځ په داسې وخت کې څرګندېږي چې د افغانستان واکمنه ډله هڅه کوي د بهرنیو پانګونو د جلبولو له لارې د هېواد د کانونو او انرژۍ سکتور پراخ کړي، خو د نړیوالو بندیزونو او حقوقي محدودیتونو له امله لا هم له ګڼو خنډونو سره مخ ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto