مرجان متین: د نجونو زده کړې باید له طالبانو سره د تعامل مهم معیار وګرځي
(بریانیوز شنبه (۴/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د پوهنې وزارت پخوانۍ مرستیاله مرجان متین وايي، د افغان نجونو او ښځو د زده کړو حق باید له اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې د تعامل لپاره په یوه روښانه او عملي معیار بدل شي
نوموړې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې یوې غونډې ته ویلي، د نجونو د زده کړو مخنیوی هغوی له خپلواکۍ، مسلکي پرمختګ او د کار له فرصتونو بې برخې کوي
متین له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالب چارواکو پر سفرونو د بندیزونو د پراخولو ترڅنګ، د هغو ښوونکو لپاره هم مالي ملاتړ برابر کړي چې د نجونو د زده کړو د محدودیتونو له امله یې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي
هغې ټینګار کړی چې انلاین زده کړې د افغانستان د ټولو نجونو لپاره د لاسرسي وړ نه دي؛ ځکه په ډېرو سیمو کې د انټرنېټ، برېښنا او اړینو وسایلو نشتوالی د زده کړو پر وړاندې جدي خنډونه رامنځته کوي
د پوهنې وزارت پخوانۍ مرستیاله وړاندیز کوي چې هغو نجونو ته دې د انټرنېټ له اړتیا پرته د زده کړو د دوام لپاره درسي کتابونه او نور ښوونیز توکي ورسول شي، څو له رسمي زده کړو بې برخې شوې نجونې لږ تر لږه د زده کړو له بهیر سره اړیکه وساتي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1850
-
اخبار افغانستان
973
-
مقاله
778
-
سیاست
364
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl