بنګلهدېش : د شیخ حسینې د نوي پاسپورټ او پېژندپاڼې غوښتنه رد کړې
(بریانیو سه شنبه (۱۹/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د بنګلهدېش د پخوانۍ صدراعظمې شیخ حسینې واجد د نوي پاسپورټ او پېژندپاڼې د ترلاسه کولو غوښتنه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت رد کړې ده
حسینه، چې دا مهال په هند کې جلاوطنه ده، د خپل هېواد له سیاسي استازولۍ غوښتي وو چې د پاسپورټ او پېژندپاڼې د بیا جوړولو چارې یې ترسره کړي، څو بېرته بنګلهدېش ته ستنه شي
د بنګلهدېش د بهرنیو چارو وزیر ویلي، حکومت یې غواړي شیخ حسینه د هند او بنګلهدېش ترمنځ د بندیانو د تبادلې د تړون له مخې بېرته هېواد ته راولي او نوموړې په اوسنیو شرایطو کې د نوي پاسپورټ د ترلاسه کولو حق نه لري
شیخ حسینه واجد دوه کاله وړاندې د محصلینو په مشرۍ د پراخو لاریونونو او د حکومت پر ضد د ولسي پاڅونونو په پایله کې له واکه لرې او هېواد پرېښودو ته اړ شوه
نوموړې اوس په بنګلهدېش کې د معترضانو د وژنې، فساد او یو شمېر نورو قضیو له امله له تورونو سره مخ ده. د هغې د بېرته ستنېدو موضوع په داسې حال کې مطرح کېږي چې د بنګلهدېش حکومت له هند سره د نوموړې د سپارلو په اړه د خبرو او حقوقي لارو چارو د تعقیب غوښتنه کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2059
-
اخبار افغانستان
1104
-
مقاله
830
-
سیاست
410
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl