news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د بشري مرستو اداره : د کونړ د زلزلې یو کال وروسته هم زرګونه کورنۍ سرپناه او پاکو اوبو ته اړتیا لري

د بشري مرستو اداره :  د کونړ د زلزلې یو کال وروسته هم زرګونه کورنۍ سرپناه او پاکو اوبو ته اړتیا لري

د بشري مرستو اداره :  د کونړ د زلزلې یو کال وروسته هم زرګونه کورنۍ سرپناه او پاکو اوبو ته اړتیا لري

(بریانیوز  شنبه (۱۸/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د کونړ د ویجاړوونکې زلزلې له پېښې یو کال وروسته هم ګڼې زیانمنې کورنۍ په خېمو او لنډمهالو سرپناوو کې ژوند کوي او د خپلو کورونو د بېرته جوړولو، پاکو اوبو او لومړنیو بشري مرستو لپاره اړینې سرچینې نه لري

د بشري مرستو د ادارو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۳۱مه په ختیځ افغانستان کې یوې زورورې زلزلې زرګونه کسان ووژل او ګڼ کورونه یې ویجاړ کړل. د پېښې له امله په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شوې

د مرستندویه ادارو په وینا، که څه هم له زلزلې وروسته زیانمنو خلکو ته بېړنۍ مرستې، خېمې، خوراکي توکي، روغتیايي خدمتونه او د پاکو اوبو برابرولو اسانتیاوې چمتو شوې، خو دا مرستې د ټولو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي. ډېری کورنۍ لا هم د دایمي او خوندي سرپناه د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي

په افغانستان کې د یوې مرستندویه ادارې سیمه‌ییز مشر جاکوپو کاریډي ویلي، د بشري سازمانونو له دوامدار ملاتړ پرته زیانمنې کورنۍ نه شي کولای خپل ژوند بېرته عادي حالت ته وګرځوي. د هغه په وینا، د مرستو کمښت د کورونو د بیارغونې، د پاکو اوبو د سیستمونو د رغولو او د خلکو د ژوند د بېرته سمبالولو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی

د مرستو د کمښت له امله اندېښنې هم زیاتې شوې دي، ځکه د خېمو او لنډمهالو سرپناوو کارول د اوږدې مودې لپاره د خوندي ژوند بدیل نه شي کېدای. د ژمي سړه هوا، د څښاک پاکو اوبو نشتوالی او د عاید سرچینو له لاسه ورکول د زیانمنو کورنیو ستونزې لا پسې سختوي

مرستندویه ادارې له نړیوالې ټولنې غواړي چې له زلزله‌ځپلو سره خپلې مرستې دوامداره وساتي، څو کورنۍ وکولای شي خوندي کورونه جوړ کړي، لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی ومومي او خپل ژوند بېرته ورغوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto