بهرنيو چارو وزارت: د ترکیې د پارلمان چارواکي له افغان محصلینو وغوښتل چې زدهکړو وروسته خپل هېواد ته ستانه شي
بهرنيو چارو وزارت: د ترکیې د پارلمان چارواکي له افغان محصلینو وغوښتل چې زدهکړو وروسته خپل هېواد ته ستانه شي
(بریانیوز شنبه (۱۸/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د ترکیې د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېسیون مشر فواد اوکتای په دغه هېواد کې له افغان محصلینو غوښتي چې د خپلو زدهکړو له بشپړولو وروسته افغانستان ته ستانه شي او د خپل هېواد په بیارغونه او پرمختګ کې ونډه واخلي
اوکتای دا څرګندونې د اکتوبر پر نهمه په انقره کې د ترکیې په پارلمان کې له افغان محصلینو سره د لیدنې پر مهال کړې دي. نوموړي ویلي، افغانستان پراخې طبیعي سرچینې، ځوان نفوس او پیاوړی بشري ځواک لري چې د هېواد د راتلونکي په جوړولو کې مهم رول لوبولای شي
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، اوسمهال شاوخوا ۹ زره او ۶۷۰ افغان محصلین د ترکیې په بېلابېلو پوهنتونونو کې د لوړو زدهکړو په بېلابېلو پړاوونو بوخت دي. په دې ډله کې د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا محصلین هم شامل دي
اوکتای ټینګار کړی چې افغان ځوانان باید په خپلو مسلکي برخو کې لوړې وړتیاوې ترلاسه کړي او له زدهکړو او تجربو وروسته د افغانستان د پرمختګ لپاره خپلې پوهې ته عملي بڼه ورکړي. هغه د هېواد د ابادۍ لپاره د مسلکي او وړ کادرونو شتون مهم بللی دی
په ورته وخت کې، د افغان محصلینو د شورا استازو ویلي چې دوی غواړي د ترکیې له علمي او مسلکي تجربو ګټه واخلي او د یوه روښانه راتلونکي د جوړولو لپاره له خپلو زدهکړو سره سمې هڅې وکړي. دوی همداراز د افغانستان د پرمختګ او په سیمه کې د مثبت رول لوبولو لپاره د ځوانانو پر ونډې ټینګار کړی دی
د لیدنې پر مهال د افغانستان راتلونکی، د دواړو هېوادونو اړیکې او د زدهکړو په برخه کې د همکاریو د پراختیا امکانات هم مطرح شوي دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?