news اخبار فوری
clock

ایران او چین د ۱۰ج جنګي الوتکو د پېرلو پر سر هوکړې ته ورسېدل

ایران او چین د ۱۰ج جنګي الوتکو د پېرلو پر سر هوکړې ته ورسېدل

له پراخو او فشرده خبرو اترو وروسته، ایران او چین د ۱۰ج  ډول جنګي الوتکو د پېرلو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي. د باوري خو غیررسمي سرچینو له مخې، دواړو هېوادونو موافقه کړې چې ایران به د خپل هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره د ۳۰ څخه تر ۴۰ فروند ۱۰ج جنګي الوتکې له چین څخه ترلاسه کړي

سرچینې وایي، د ایران او چین ترمنځ د دې پوځي تړون خبرې له څه مودې راهیسې روانې وې او اوس د بریالۍ پایلې مرحلې ته رسېدلې دي. د راپورونو له (۱۰ج) جنګي الوتکې د چین له پرمختللو څو‌موخیزو جګړه‌ییزو الوتکو څخه شمېرل کېږي، چې د هوا ـ هوا او هوا ـ ځمکې د برید وړتیا لري. پوځي شنونکي وایي، دا الوتکې د پرمختللو راداري سیستمونو، عصري وسلو او لوړ مانور وړتیا له امله کولای شي د ایران د هوايي ځواک عملیاتي توان د پام وړ لوړ کړي.

د راپورونو له مخې، که دا هوکړه د پلان له مخې عملي شي، نو ایران به په راتلونکو کلونو کې په پړاوونو کې د یادو ۳۰ تر ۴۰ جنګي الوتکو ترلاسه کول پیل کړي. دا چاره به د ایران د هوايي ځواک لپاره یو مهم بدلون وي، ځکه چې د دې هېواد ډېری جنګي الوتکې زړې بلل کېږي او د نوې ټکنالوژۍ اړتیا لري شنونکي باور لري چې دا هوکړه یوازې پوځي بُعد نه لري، بلکې د تهران او بیجینګ ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د لا ټینګښت نښه هم ده. د هغوی په وینا، چین د منځني ختیځ په پوځي او سیاسي معادلو کې خپل رول پراخوي، او ایران هڅه کوي د لوېدیځو بندیزونو تر سیوري لاندې، د خپلو دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره بدیل شریکان ومومي.

په سیمه‌ ییزه کچه، د ایران د هوايي ځواک پیاوړتیا ښايي د منځني ختیځ پر امنیتي توازن اغېز ولري. ځینې شنونکي وایي، د (۱۰ج)  جنګي الوتکو ترلاسه کول کولای شي د ایران د هوايي دفاع او برید وړتیا لوړه کړي او د دې هېواد د پوځي بازدارندګۍ کچه زیاته کړي.

تر اوسه د دې هوکړې د دقیق مالي ارزښت، د الوتکو د سپارلو مهالوېش او د روزنیزو پروګرامونو په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره شوي، خو تمه ده چې په راتلونکو میاشتو کې به د دواړو هېوادونو له لوري نور معلومات هم وړاندې شي 

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto