اسلاماباد – د پاکستان حکومت د وسله والو ډلو پر وړاندې د خپلې مبارزې په لړ کې د امنیتي تګلارې نوې مرحله پيل کړې ده. د دې نوې ستراتیژۍ مهمه ځانګړنه د امنیتي ادبیاتو بدلون دی؛ داسې بدلون چې موخه یې د وسله والو ډلو له ایدیولوژیک مشروعیت څخه تشول او هغوی د بهرنیو لاسپوڅو او ناوړه عناصرو په توګه معرفي کول دي
د پاکستاني چارواکو په وینا، حکومت په رسمي ډول د ځینو وسله والو ډلو د نومونو او تعریفونو بدلون ته مخه کړې، څو دا ډلو ته ورکړل شوی دیني یا سیاسي رنګ له منځه یوسي. د چارواکو په باور، دا ډلې نه د دین استازیتوب کوي او نه هم د خلکو، بلکې د پردیو ګټو لپاره جګړه پر مخ وړي او د هېواد ثبات او ملي یووالي ته جدي ګواښ دی
هممهاله له دې بدلون سره، د پاکستان امنیتي ځواکونو د ۲۰۲۵ کال د وروستیو ورځو پر مهال خپلې میداني عملیاتونه هم پراخ کړي دي. د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې د تجزیه طلبو او تکفیري وسله والو پر وړاندې پراخ عملیات ترسره شوي، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر وسلوال له منځه وړل شوي، پټنځایونه یې ویجاړ شوي او وسلې او مهمات یې نیول شوي دي
چارواکي وایي، دا عملیات د دقیقو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي او موخه یې دا ده چې د وسلوالو شبکې کمزورې شي، د هغوی مالي او لوژستیکي لارې پرې شي او د ولسي وګړو امنیت ټینګ شي. د پوځ ویاند ټینګار کړی چې دا مبارزه به تر هغه وخته دوام ولري، څو په هېواد کې د ترهګرۍ ریښې په بشپړه توګه له منځه ولاړې شي
سیاسي شنونکي باور لري چې د امنیتي ادبیاتو دا بدلون یوازې سمبولیک نه دی، بلکې د دولت د پراخې ستراتیژۍ برخه ده. د دوی په اند، اسلاماباد هڅه کوي هم د کور دننه ولسي ملاتړ پیاوړی کړي او هم نړیوالې ټولنې ته دا پیغام ورکړي چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې بېطرفه او جدي دریځ لري
د پاکستان حکومت وایي، د وسلوالو پر وړاندې دا نوې تګلاره به د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو ګامونو ګډه مجموعه وي، څو هېواد د دوامدار ثبات او سولې پر لور روان شي او راتلونکی نسل له تاوتریخوالي او افراطیت څخه خوندي پاتې شي