news اخبار فوری
clock

ملګري ملتونه: تر ۲۰۶۰ کال پورې به د افغانستان نیمایي نفوس په ښارونو کې ژوند کوي

ملګري ملتونه: تر ۲۰۶۰ کال پورې به د افغانستان نیمایي نفوس په ښارونو کې ژوند کوي

کابل – د ملګرو ملتونو د اسکان بشر پروګرام وړاندوینه کړې چې په افغانستان کې به تر ۲۰۶۰ کال پورې د هېواد شاوخوا نیمايي وګړي په ښارونو کې مېشت شي. دې ادارې خبرداری ورکړی چې د افغانستان ډېری ښارونه د ښار مېشتېدو د دې چټک بهیر لپاره کافي چمتووالی نه لري د سې‌شنبې په ورځ، د جدی پر ۹مه، په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې لیکلي چې د نفوسو دا چټک ښاري کېدل به د ښارونو پر زیربناوو، خدماتو او چاپېریال دروند فشار واچوي. د ادارې په وینا، که اوسنی حالت همداسې دوام وکړي، نو د استوګنې، ترانسپورټ، پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو او کاري فرصتونو ستونزې به لا پسې ژورې شي

دې ادارې ټینګار کړی چې د ښاري پراختیا لپاره باید اوږدمهاله او منظم پلانونه جوړ شي. د بیان له مخې، که د خوندي، سالمو او د ژوند لپاره د مناسبو چاپېریالونو رامنځته کولو ته لومړیتوب ورکړل شي، نو امکان شته چې داسې ښارونه جوړ شي چې ټول اوسېدونکي پکې د مناسب ژوند له کیفیت څخه برخمن وي

د ملګرو ملتونو د اسکان بشر پروګرام همدارنګه یادونه کړې چې ښارونه د اقتصادي پرمختګ مهم انجنونه بلل کېږي، ځکه هلته د کار، سوداګرۍ او نوښت ډېر فرصتونه رامنځته کېږي. خو د دې ادارې په وینا، د افغانستان ښارونه د کافي پانګونې له کمښت سره مخ دي، چې دا چاره د ښاري پرمختګ مخه نیسي

څو ورځې وړاندې هم ویلي وو چې په افغانستان کې د غیررسمي مېشت‌ځایونو یا ناقانونه ښارګوټو چټک پراخېدو، د ښاروالیو او دولتي ادارو لپاره د اساسي خدماتو برابرول ستونزمن کړي دي. په دغو سیمو کې ډېری خلک له پاکو اوبو، منظم برېښنا، روغتیايي مرکزونو او خوندي سرپناه بې‌برخې دي

ښاري کارپوهان باور لري چې د افغانستان راتلونکی تر ډېره له دې پورې تړلی دی چې ښارونه څنګه مدیریت کېږي. د هغوی په اند، که د ښاري پلان جوړونې، پانګونې او ټولنیز عدالت ترمنځ توازن رامنځته نه شي، نو ښاري بې‌وزلي، بې‌کاري او ټولنیزې ستونزې به زیاتې شي

د ملګرو ملتونو د اسکان بشر پروګرام له افغان چارواکو، نړیوالو بنسټونو او مرستندویانو غوښتي چې د ښارونو د پایدار پرمختګ لپاره ګډ کار وکړي، څو د راتلونکو لسیزو ښاري بدلونونه د بحران پر ځای د پرمختګ فرصت وګرځي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto