د یمن حکومت د سیمې د مخ پر زیاتېدونکو سیاسي او پوځي ترینګلتیاوو په ترڅ کې له متحده عربي اماراتو سره خپل ګډ دفاعي تړون لغوه کړی دی. د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» د سېشنبې په ورځ، د ډسمبر ۳۰مه، راپور ورکړی چې یمن همدارنګه له اماراتو غوښتي چې خپل ټول پوځي ځواکونه او تخنیکي پرسونل دې د ۲۴ ساعتونو په موده کې له دې هېواده وباسي
د یمن د ولسمشرۍ د مشرتابه شورا رییس، رشاد محمد العلیمي، په یوه رسمي بیان کې ویلي چې دا پرېکړه د هېواد په ختیځو سیمو کې د بېلتونپالو ډلو د کړنو له امله شوې ده. د هغه په وینا، یادې ډلې د ملي حاکمیت، امنیت او یووالي پر ضد فعالیتونه کوي او د وضعیت د لا خرابېدو لامل ګرځېدلي دي
د بیان له مخې:
دا پرېکړه په ښکاره ډول له متحده عربي اماراتو سره د ګډ دفاعي تړون لغوه کېدل معنا لري
العلیمي ټینګار کړی چې یمن به د هر هغه اقدام پر وړاندې جدي دریځ خپل کړي، چې د هېواد ثبات او ملي یووالي ته زیان ورسوي
په همدې حال کې، د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د یمن په ختیځ کې د بېلتونپالو اقدامات «د وضعیت غیرموجه او خطرناکه خرابېدنه» بللې ده. ریاض اندېښنه ښودلې چې دا تحرکات کولی شي د یمن جګړه لا پسې پراخه او پېچلې کړي
د یادونې وړ ده چې د ډسمبر پر ۲۷مه، د یمن د ولسمشرۍ د مشرتابه شورا رییس له سعودي عربستان په مشرۍ له ایتلافه غوښتي وو، چې د حضرموت ولایت د خلکو د ساتنې لپاره پوځي مرسته وکړي، ځکه د بېلتونپالو ډلو ګواښونه زیات شوي وو
د تازه راپورونو له مخې، سعودي عربستان نن سهار د یمن د مکلا بندر بمبار کړی دی. د سعودي سرچینو په وینا، دا برید وروسته له هغې ترسره شو چې استخباراتي معلوماتو ښودله، په بندر کې د «سویلي انتقالي شورا» په نوم بېلتونپالې ډلې ته وسلې انتقالېږي. دغه ډله د متحده عربي اماراتو له سیاسي او پوځي ملاتړ څخه برخمنه بلل کېږي
سیاسي شنونکي وایي، د یمن لهخوا د اماراتو سره د دفاعي تړون لغوه کول د سیمې په معادلو کې یو لوی بدلون دی او ښایي د سعودي عربستان، اماراتو او د یمن د داخلي ډلو ترمنځ اړیکې لا ډېرې ترینګلې کړي. د دوی په باور، دا وضعیت د یمن جګړه یوې نوې او خطرناکې مرحلې ته داخله کړې ده
په داسې حال کې چې یمن له کلونو راهیسې د جګړې، اقتصادي سقوط او بشري ناورین سره مخ دی، تازه پرمختګونه دا اندېښنه راولاړوي چې ښایي هېواد یو ځل بیا د پراخې داخلي شخړې او سیمهییزو تقابلونو پر لور ولاړ شي. نړیواله ټولنه تر اوسه د دې موضوع په اړه چوپه ده، خو تمه کېږي چې په نږدې ورځو کې د دې پرېکړو پراخې سیاسي او امنیتي اغېزې څرګندې شي