news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د ایران جګړې لمن پراخه شوه؛ سعودي او کویټي بریدونو عراق هم د کړکېچ ډګر کړ

د ایران جګړې لمن پراخه شوه؛ سعودي او کویټي بریدونو عراق هم د کړکېچ ډګر کړ

د ایران جګړې لمن پراخه شوه؛ سعودي او کویټي بریدونو عراق هم د کړکېچ ډګر کړ

بریا نیوز (پنـجـــه شنبه،۲۳ثور ۱۴۰۵)

د سعودي عربستان جنګي الوتکو د ایران د روانې جګړې په ترڅ کې د عراق په بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه کړي دي، هغه پرمختګ چې د سیمې امنیتي وضعیت یې لا پسې ترینګلی کړی او د منځني ختیځ د پراخې جګړې اندېښنې یې زیاتې کړې دي

د راپورونو له مخې، هم‌مهاله له کویټ څخه هم پر عراق د غچ اخیستونکو بریدونو لړۍ ترسره شوې، چې د خلیج سیمې د پوځي غبرګونونو یوه برخه بلل کېږي. ویل کېږي، دا بریدونه وروسته له هغې چټک شول چې د متحده ایالات او اسراییل له لوري پر ایران بریدونه پیل شول او وروسته یې د سیمې نورو هېوادونو ته هم لمن وغځوله

د سیمې څارونکي وایي، عراق چې له کلونو راهیسې د سیمه‌ییزو سیالیو او امنیتي شخړو تر فشار لاندې دی، اوس یو ځل بیا د سترو قدرتونو او سیمه‌ییزو لوبغاړو د تقابل په مرکز بدل شوی دی. شنونکي باور لري چې د عراق پر خاوره د بېلابېلو هېوادونو بریدونه ښيي چې د جګړې جغرافیه ورځ تر بلې پراخېږي

تر اوسه د سعودي عربستان او کویټ چارواکو د دغو بریدونو د جزیاتو په اړه بشپړ معلومات نه دي ورکړي، خو ځینو امنیتي سرچینو ویلي چې بریدونه د هغو اهدافو پر ضد ترسره شوي چې د ایران له ملاتړه برخمنې وسله‌والې ډلې پکې فعالې وې

سیاسي کارپوهان خبرداری ورکوي چې که د سیمې روان کړکېچ مهار نه شي، نو ښايي د خلیج، عراق او شام تر سیمو پورې د ناامنۍ نوې څپه خپره شي او د نړیوال اقتصاد، انرژۍ بازارونو او سیمه‌ییز ثبات لپاره ستر ګواښونه رامنځته کړي

بل لور ته نړیوالې ټولنې د جګړې د پراخېدو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او د خبرو اترو، زغم او سیاسي حل‌لارې غوښتنه یې کړې ده، څو سیمه د یوې اوږدې او ویجاړوونکې جګړې له خطره وژغورل شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto