د روسیې سفیر: د افغانستان او پاکستان کړکېچونو سترې سیمهییزې پروژې له ځنډ سره مخ کړې دي
بریا نیوز (پنـجـــه شنبه،۲۳ثور ۱۴۰۵)
د روسیه سفیر ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانو کړکېچونو او امنیتي ترینګلتیاوو د سیمې ګڼې مهمې اقتصادي او ترانزیټي پروژې له ځنډ او ستونزو سره مخ کړې دي
نوموړي ټینګار کړی چې سیمه د اقتصادي ودې، سوداګرۍ او انرژۍ د نښلېدو لپاره پراخو فرصتونو ته اړتیا لري، خو دوامدارې سیاسي شخړې او امنیتي اندېښنې د دې لامل شوې چې لویې پانګونې او سترې پروژې په بشپړ ډول عملي نه شي
د روسي سفیر په وینا، افغانستان د مرکزي او سویلي اسیا ترمنځ مهم جغرافیایي موقعیت لري او که په سیمه کې ثبات ټینګ شي، نو دغه هېواد کولی شي د سوداګرۍ، ټرانزیټ او انرژۍ د لېږد مهم دهلېز وګرځي. خو د کابل او اسلاماباد ترمنځ تاوتریخوالي د سیمهییز اتصال پر راتلونکې سیوری غوړولی دی
کارپوهان وایي، د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستي سرحدي اختلافات، امنیتي پېښې او د باور کمښت د دې سبب شوي چې د انرژۍ، رېلپټلۍ، سوداګرۍ او ټرانزیټ ګڼې طرحې له خنډونو سره مخ شي. شنونکي باور لري چې که سیاسي تفاهم رامنځته نه شي، نو سیمه به د اقتصادي پرمختګ له مهمو فرصتونو بېبرخې پاتې شي
د سیمې د مهمو اقتصادي پروژو له ډلې د ټاپي د ګازو نللیکه، د منځنۍ اسیا د برېښنا لېږد پروژه او د سوداګریزو دهلېزونو پراختیا هغه طرحې دي چې د امنیتي وضعیت له امله یې پرمختګ ورو شوی دی
روسیه په داسې حال کې د سیمې پر ثبات ټینګار کوي چې مسکو په وروستیو کلونو کې له افغانستان، پاکستان او د مرکزي اسیا له هېوادونو سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي. روسیه باور لري چې د سیمهییز اتصال پیاوړتیا کولی شي د سوداګرۍ، انرژۍ او اقتصادي همکارۍ لپاره نوې دروازې پرانیزي
سیاسي څارونکي وایي، د روسي سفیر وروستۍ څرګندونې ښيي چې نړیوال قدرتونه د افغانستان او پاکستان اړیکو ته یوازې د امنیت له زاویې نه، بلکې د اقتصادي او ستراتېژیک ارزښت له مخې هم ګوري، ځکه د سیمې ثبات د اسیا د اقتصادي راتلونکې لپاره مهم بلل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?