د کونړ زلزلهځپلو ته د هیلې نوی څراغ؛ د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت عصري روغتیايي مرکز پرانیستل شو
د کونړ زلزلهځپلو ته د هیلې نوی څراغ؛ د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت عصري روغتیايي مرکز پرانیستل شو
بریا نیوز (جمعه،۲۴ثور ۱۴۰۵)
د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په چلس سیمه کې د زلزلهځپلو کورنیو لپاره د یو نوي روغتیايي مرکز پرانیسته د سیمې د خلکو لپاره د هیلې او ارامتیا نوی څرک بلل کېږي
د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي، دغه روغتیايي مرکز د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی او اوس رسماً د ګټې اخیستنې لپاره ولس ته وسپارل شو
چارواکي زیاتوي، دا روغتیايي مرکز په استرالیا کې د مېشتو افغانانو په مالي مرسته جوړ شوی چې د هېوادوالو د یووالي، خواخوږۍ او بشري احساس روښانه بېلګه ګڼل کېږي. د سیمې اوسېدونکي وایي، تر دې وړاندې به ناروغان د درملنې لپاره لرې سیمو ته تګ ته اړ کېدل، خو اوس به زرګونه کورنۍ په خپل کلي کې اسانه روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي
د روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، دغه مرکز به د چلس سیمې او شاوخوا کلیو نږدې اووه زره اوسېدونکو ته لومړني او بنسټیز روغتیايي خدمات وړاندې کړي. په دې خدماتو کې د ماشومانو او ښځو درملنه، واکسین، لومړنۍ طبي مرستې او د بېړنیو ناروغانو پالنه شامله ده
ځايي خلک د دې مرکز جوړېدل د سیمې لپاره یو ستر بدلون بولي او وایي، دا ګام به نه یوازې د ناروغیو په کمېدو کې مرسته وکړي، بلکې د زلزلهځپلو کورنیو ژوند ته به هم نوې هیلې وروبښي
د یادونې وړ ده چې کونړ هغه ولایت دی چې په وروستیو کلونو کې د طبیعي پېښو له امله ګڼو سیمو ته درانه زیانونه اوښتي، خو د هېواد دننه او بهر د افغانانو مرستې لا هم د زرګونو اړمنو کورنیو لپاره د امید څراغ بلل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?