د افغانستان پر لور د پاکستان مهم ګام؛ د خیبرپښتونخوا پلاوی ژر کابل ته استول کېږي
بریا نیوز (شنبه ،۲۶ثور ۱۴۰۵)
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي ویلي، هغه پلاوی چې ټاکل شوې وه افغانستان ته واستول شي، د منځني ختیځ د وروستیو ترینګلتیاوو له امله یې تګ ځنډېدلی دی. نوموړي ټینګار کړی چې د خیبرپښتونخوا امنیت د افغانستان له وضعیت سره نېغ تړاو لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ همغږي د سیمې د ثبات لپاره مهمه بلل کېږي
سهیل افریدي د خپلو څرګندونو پر مهال ویلي، پاکستان هڅه کوي چې له افغانستان سره اړیکې د تفاهم، همکاریو او ګډ امنیتي باور پر بنسټ لا پیاوړې کړي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان حالات د خیبرپښتونخوا پر امنیت، اقتصاد او ولسي ژوند مستقیم اغېز لري، ځکه نو اسلاماباد غواړي د خبرو اترو او نږدې اړیکو له لارې ګډې ستونزې حل کړي
نوموړي څرګنده کړه چې یاد پلاوی به ډېر ژر جوړ او کابل ته واستول شي، څو د دواړو لورو ترمنځ پر امنیتي همکاریو، سوداګرۍ، کډوالو او سرحدي اړیکو مهمې خبرې ترسره شي
د ده په وینا، د سیمې اوسنی حساس وضعیت ایجابوي چې ګاونډي هېوادونه د شخړو پر ځای د تفاهم او ګډ کار لاره خپله کړي
سیاسي شنونکي باور لري چې د پاکستان له لوري افغانستان ته د لوړپوړي پلاوي استول کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا پیاوړې کړي او د سرحدي امنیت، سوداګریزو اړیکو او سیمهییز ثبات په برخه کې نوې هیلې راژوندۍ کړي
په همدې حال کې د سیمې د روانو تحولاتو له امله نړیواله ټولنه هم د جنوبي او منځنۍ اسیا پر امنیتي وضعیت ژوره اندېښنه لري، ځکه هر ډول بېثباتي کولای شي د پراخو اقتصادي او سیاسي اغېزو لامل شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?