news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د افغان خبریالانو د نیولو په اړه د بریتانیا اندېښنه؛ لندن د روڼتیا او د رسنیو د خوندیتوب غوښتنه وکړه

د افغان خبریالانو د نیولو په اړه د بریتانیا اندېښنه؛ لندن د روڼتیا او د رسنیو د خوندیتوب غوښتنه وکړه

د افغان خبریالانو د نیولو په اړه د بریتانیا اندېښنه؛ لندن د روڼتیا او د رسنیو د خوندیتوب غوښتنه وکړه

بریا نیوز (شنبه ،۲۶ثور ۱۴۰۵)

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لیندسي، د اسلامي امارت له لوري د درېیو خبریالانو د نیولو په تړاو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه خبریالان له روښانو تورونو پرته نیول شوي دي

نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي:

موږ د هغو راپورونو له امله اندېښمن یو چې ښيي درې خبریالان په افغانستان کې له واضح تورونو پرته نیول شوي، او همداراز داسې راپورونه هم شته چې پر هغوی بریدونه شوي او شتمنۍ یې ضبط شوې دي

ریچارډ لیندسي ټینګار کړی چې باید په دې قضیه کې روڼتیا موجوده وي، قانوني بهیر ته درناوی وشي او د خبریالانو اساسي حقونه خوندي پاتې شي. هغه زیاته کړې: خبریالان باید وکولای شي له وېرې پرته خپل مسلکي فعالیتونه ترسره کړي

د رسنیو د ازادۍ ملاتړو بنسټونو هم په افغانستان کې د خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ازادو رسنیو شتون د هرې ټولنې لپاره مهم ارزښت ګڼل کېږي

د دوی په باور، خبریالان د حقیقت غږ دی او باید د فشار، ګواښ او محدودیتونو پر ځای خوندي چاپېریال ولري

سیاسي شنونکي وایي، د نړیوالو غبرګونونه ښيي چې د افغانستان د رسنیو وضعیت لا هم د نړۍ د پام وړ موضوع ده او نړیواله ټولنه غواړي په دې برخه کې د بشري حقونو او قانوني اصولو رعایت یقیني شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto