news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

چین او روسیې د افغانستان په اړه د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه وکړه

چین او روسیې د افغانستان په اړه د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه وکړه

چین او روسیې د افغانستان په اړه د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه وکړه

بریا نیوز (جمعه ،۱جوزا، ۱۴۰۵)

د شي جین‌ پینګ او ولادمیر پوتین ترمنځ په ګډه خپره شوې اعلامیه کې د افغانستان په اړه د لا پراخې همغږۍ او همکاریو پر اړتیا ټینګار شوی دی

په اعلامیه کې ویل شوي چې ترهګري لا هم د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېږي او د دې خطر د مخنیوي لپاره ګډې او منظمې هڅې اړینې دي. دواړو مشرانو د امنیتي همکاریو، استخباراتي همغږۍ او سیمه‌ییز ثبات پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی

چین او روسیې همداراز څرګنده کړې چې د افغانستان وضعیت د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او پراخې سیمې له امنیت او اقتصادي ثبات سره مستقیم تړاو لري، او له همدې امله باید نړیوال او سیمه‌ ییز هېوادونه په ګډه د ثبات د ټینګښت لپاره کار وکړي

شنونکي وایي، د بیجینګ او مسکو دا تازه دریځ ښيي چې دواړه ځواکمن هېوادونه هڅه کوي د افغانستان په تړاو خپل ګډ سیاست لا منظم او اغېزناک کړي. د هغوی په باور، چین او روسیه اندېښنه لري چې د ترهګرو ډلو فعالیتونه ښايي د سیمې امنیتي توازن ګډوډ کړي

په وروستیو کلونو کې چین او روسیې څو ځله د افغانستان په اړه ګډې ناستې او سلا مشورې کړې دي، او دواړه هېوادونه ټینګار کوي چې د افغانستان ثبات د سیمې د اقتصادي دهلېزونو، سوداګرۍ او امنیت لپاره حیاتي ارزښت لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto