news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د کابل پر «امید» روغتون برید؛ ریچارډ بېنېټ د خپلواکې څېړنې غوښتنه وکړه

د کابل پر «امید» روغتون برید؛ ریچارډ بېنېټ د خپلواکې څېړنې غوښتنه وکړه

د کابل پر «امید» روغتون برید؛ ریچارډ بېنېټ د خپلواکې څېړنې غوښتنه وکړه

بریا نیوز (جمعه ،۱جوزا، ۱۴۰۵)

د افغانستان لپاره د د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د کابل په «امید» د روږدو کسانو پر درملیز روغتون د پاکستاني پوځ د برید په تړاو د بشپړې او خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې ده

بېنېټ ویلي، هغه برید چې د مارچ په شپاړسمه ترسره شو او یوناما پکې د څه باندې ۲۶۹ ملکي وګړو د وژل کېدو پخلی کړی، یوه جدي او اندېښمنوونکې پېښه ده چې باید هر اړخیزه ارزونه یې وشي

نوموړي ټینګار کړی چې پر ملکي وګړو او یا هم پر ملکي تاسیساتو قصدي بریدونه د نړیوالو قوانینو له مخې د جګړې جرم ګڼل کېدای شي. هغه زیاته کړې چې نړیوال اصول د روغتیايي مرکزونو او ناروغانو ساتنه لازمي بولي او هېڅ لوری باید دا ډول ځایونه هدف ونه ګرځوي

ریچارډ بېنېټ همداراز له اسلامي امارت غوښتي چې په ورته روغتیايي مرکزونو کې د ناروغانو امنیت خوندي کړي او د داسې پېښو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي

شنونکي وایي، د کابل پر «امید» روغتون برید نه یوازې بشري اندېښنې راپارولي، بلکې د سیمې د امنیتي وضعیت او د نړیوالو قوانینو د رعایت په اړه یې هم ګڼې پوښتنې راپورته کړې دي. د هغوی په باور، د یوې روڼې او بې‌پلوې څېړنې ترسره کېدل کولی شي د حقیقت د روښانه کېدو او د راتلونکو ورته پېښو د مخنیوي لپاره مهم رول ولوبوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto