news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د تورخم پر لارې د ترانسپورترانو احتجاج؛ افغانستان ته غځېدلې لاره تړل شوې وه

د تورخم پر لارې د ترانسپورترانو احتجاج؛ افغانستان ته غځېدلې لاره تړل شوې وه

د تورخم پر لارې د ترانسپورترانو احتجاج؛ افغانستان ته غځېدلې لاره تړل شوې وه

بریا نیوز (شنبه ،۲جوزا، ۱۴۰۵)

پاکستاني ترانسپورترانو او د باروړونکو موټرونو مالکانو نن د خیبرپښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل سیمه کې افغانستان ته غځېدلې مهمه سوداګریزه لاره د احتجاج په توګه تړلې وه

اعتراض کوونکو ویلي، د ګمرکي چارو ستونزې، د تګ راتګ محدودیتونه او د سوداګریزو موټرو پر وړاندې رامنځته شوي خنډونه هغه لاملونه دي چې دوی یې احتجاج ته اړ کړي دي

د دوی په وینا، د باروړونکو موټرو ځنډېدلو نه یوازې سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي، بلکې د سوداګرۍ بهیر یې هم اغېزمن کړی دی

راپورونه وایي، د لارې د تړل کېدو له امله لسګونه باروړونکي موټر په دواړو غاړو کې بند پاتې وو او د توکو لېږد رالېږد له ستونزو سره مخ شوی و. ځینې موټر چلوونکي وایي، که ستونزو ته ژر حللار ونه موندل شي، نو د سیمې پر سوداګرۍ او بازارونو به یې منفي اغېزې لا زیاتې شي

بلخوا سیمه‌ ییزو چارواکو هڅه کړې چې له اعتراض کوونکو سره خبرې وکړي او لاره بېرته د تګ راتګ پر مخ خلاصه کړي. تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ د خبرو د پایلو په اړه بشپړ جزییات نه دي خپاره شوي

شنونکي وایي، د تورخم او خیبر لارې هر ډول بندښت د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر سوداګرۍ، ترانزیټ او د لومړنیو توکو پر بیو مستقیم اغېز کوي، ځکه دا لاره د دواړو هېوادونو ترمنځ له مهمو اقتصادي دهلېزونو څخه شمېرل کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto