مرګوني سېلابونه او زورور توپانونه؛ د افغانستان بېلابېلې سیمې له ستر ناورین سره مخ شوې
مرګوني سېلابونه او زورور توپانونه؛ د افغانستان بېلابېلې سیمې له ستر ناورین سره مخ شوې
بریا نیوز (شنبه ،۲جوزا، ۱۴۰۵)
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وایي، د هېواد په شمال ختیځو ولایتونو کې د سختو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو او د سویل په کندهار او هلمند ولایتونو کې زورورو توپانونو خلکو ته درنه مرګژوبله او پراخ مالي زیانونه اړولي دي
د چارواکو په وینا، سېلابونو ګڼ کورونه نړولي، کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړې او لسګونه کورنۍ یې له سختو ستونزو سره مخ کړې دي. راپورونه ښيي چې په ځینو سیمو کې لارې بندې شوې او د خلکو تګ راتګ هم له خنډونو سره مخ شوی دی
بلخوا په کندهار او هلمند کې توپانونو د استوګنې کورونو چتونه الوځولي، ونې یې نسکورې کړې او د برېښنا او مخابراتو ځینې شبکې یې زیانمنې کړې دي. ځایي اوسېدونکي وایي، توپانونه دومره زورور وو چې خلکو ته یې د شتمنیو د خوندي کولو فرصت هم نه ورکاوه
د طالبانو حکومت اړوندو ادارو ویلي، د زیانمنو سیمو د سروې او بیړنیو مرستو لړۍ پیل شوې او هڅه کېږي چې زیانمنو کورنیو ته خوراکي توکي، سرپناه او روغتیايي مرستې ورسول شي
طبیعي پېښو ته د رسېدنې کارپوهان وایي، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د سختو موسمي پېښو له زیات خطر سره مخ شوی او هر کال سېلابونه، وچکالۍ او توپانونه خلکو ته درانه زیانونه اړوي
هغوی ټینګار کوي چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي پیاوړتیا او د بنسټیزو پروژو جوړول د راتلونکو ناورینونو د مخنیوي لپاره اړین دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?