پنجاب کې د کډوالو پر ضد پراخ عملیات؛ زرګونه افغانان ایستل شوي
بریا نیوز (شنبه ،۲جوزا، ۱۴۰۵)
د پاکستان د پنجاب ایالت پولیسو اعلان کړی چې د بېاسناده بهرنیو وګړو د ایستلو د روان بهیر په ترڅ کې تر اوسه له دغه ایالته څه باندې ۳۵ زره بهرني وګړي، چې ګڼ شمېر یې افغانان دي، ایستل شوي دي
د پنجاب پولیسو ویلي، دغه عملیات د ناقانونه کډوالو د پېژندنې او ایستلو لپاره روان دي او امنیتي ادارې هڅه کوي هغه کسان بېرته خپلو هېوادونو ته واستوي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري
راپورونه وایي، په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو پر ضد پلټنې او نیونې زیاتې شوې دي. ګڼو افغان کورنیو شکایت کړی چې د نیونو، پلټنو او جبري ستنولو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي
بلخوا د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو اندېښنه ښودلې چې د کډوالو جبري ایستل ښايي د زرګونو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړي، ځکه ډېری بېرته ستنېدونکي کسان په افغانستان کې د بېوزلۍ، بېکارۍ او ناامنۍ له ستونزو سره مخامخ کېږي
شنونکي وایي، د پاکستان دا تګلاره نه یوازې پر افغان کډوالو سخت اغېز کوي، بلکې د دواړو هېوادونو پر سیاسي او ټولنیزو اړیکو هم سیوری غوړولی شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1669
-
اخبار افغانستان
738
-
مقاله
333
-
سیاست
93
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl