چین د کیمیاوي موادو پر صادراتو کلک بندیزونه ولګول
بریا نیوز (شنبه ،۲جوزا، ۱۴۰۵)
چین اعلان کړی چې افغانستان ته د ۴۱ ډوله خامو کیمیاوي موادو صادرات به له دې وروسته هم یوازې د ځانګړي جواز له لارې ترسره کېږي
د چین حکومت وایي، دا پرېکړه یې د صادراتو د څار پیاوړتیا او د نشهيي توکو په جوړولو کې د دغو موادو د کارېدو د مخنیوي لپاره کړې ده
د چین د چارواکو په وینا، افغانستان، میانمار او لاوس هغه هېوادونه دي چې ورته د یادو کیمیاوي موادو لېږد له سختو اصولو او جواز پرته نه شي کېدای. ویل کېږي چې دغه ګام د سیمې د امنیت، د نشهيي توکو د خپرېدو د مخنیوي او د ناقانونه کاروبارونو د محدودولو لپاره اخیستل شوی دی
چین ټینګار کړی چې د خامو کیمیاوي موادو ناقانونه کارونه د نړیوالو اندېښنو سبب شوي او بېلابېل هېوادونه هڅه کوي چې د دغو موادو د لېږد بهیر تر سختې څارنې لاندې راولي
ورته مهال چین د امریکا، کاناډا او مکسیکو لپاره هم د صادراتي کنټرول نوملړ پراخ کړی دی. د راپورونو له مخې، هغه مواد چې د صادراتو ځانګړي جواز ته اړتیا لري، له ۱۳ څخه ۱۶ ته لوړ شوي دي. شنونکي وایي، دا پرېکړه ښيي چې بیجینګ غواړي د حساسو کیمیاوي توکو د لېږد په برخه کې لا ډېر احتیاط او سخت دریځ غوره کړي
کارپوهان باور لري چې د دغو بندیزونو دوام به پر سیمهییزو سوداګریزو اړیکو، د کیمیاوي توکو پر بازار او د صنعتي توکو پر لېږد هم اغېز وکړي
بلخوا ځینې شنونکي وایي، د چین دا تګلاره د نړیوالو فشارونو او د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې له پراخېدونکو هڅو سره هم تړاو لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?