news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د ننګرهار او اوزبېکستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګه‌ونې نوې هیلې

د ننګرهار او اوزبېکستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګه‌ونې نوې هیلې

د ننګرهار او اوزبېکستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګه‌ونې نوې هیلې

بریا نیوز (شنبه ،۲جوزا، ۱۴۰۵)

د اوزبېکستان د سوداګرۍ خونې مرستیال سهراب عبدالرحمنوف په مشرۍ د ۷۰ کسیز سوداګریز او صنعتي پلاوي ننګرهار ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له والي محمد نعیم اخند سره کتلي او د دواړو لورو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، پانګه‌ونې او ګډو اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د ننګرهار والي ویلي چې افغانستان، په ځانګړي ډول ننګرهار، د صنعت، کرنې، ترانزیټ، برېښنا او طبیعي زېرمو له پلوه پراخ اقتصادي فرصتونه لري او اسلامي امارت د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو ملاتړ ته بشپړه ژمنتیا لري

هغه ټینګار کړی چې د سیمه‌ییزې سوداګرۍ پراختیا کولای شي د افغانستان اقتصادي بهیر لا پیاوړی کړي او د کارموندنې، تولید او صادراتو لپاره نوې لارې پرانیزي

بلخوا اوزبېکستاني پلاوي هم ویلي چې غواړي له ننګرهار او د افغانستان له نورو ولایتونو سره په بېلابېلو برخو کې عملي او دوامدارې سوداګریزې اړیکې رامنځته کړي. د پلاوي غړو د کرنې، صنعت، لېږد رالېږد، خوراکي توکو او ساختماني برخو کې د ګډو پانګه‌ونو پر زیاتېدو ټینګار کړی دی

دغه پلاوي د ننګرهار والي او افغان سوداګرو ته اوزبېکستان ته د رسمي سفر بلنه هم ورکړې، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پراخې او ګډې سوداګریزې پروژې عملي شي

شنونکي وایي، د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا نه یوازې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه لوړه کولای شي، بلکې د سیمې د اقتصادي نښلونې او ترانزیټي همکاریو لپاره هم مهم ګام بلل کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto