اوچا: سږکال د افغانستان نږدې نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري
بریانیوز سه شنبه (۲۴/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» وایي، سږکال به د افغانستان نږدې نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري
اوچا په خپل تازه بشري وضعیت کې ویلي، په هېواد کې میلیونونه کسان د خوړو له کمښت، بېځایه کېدو او اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د مرستو اړتیا لا هم لوړه ده
د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، د بشري اړتیاوو د زیاتوالي ترڅنګ د مرستندویه کارکوونکو پر وړاندې ګواښونه هم د اندېښنې وړ دي. په نړیواله کچه د تېر یوه کال په ترڅ کې شاوخوا ۱۰۰۰ مرستندویان وژل شوي یا ټپیان شوي دي
اوچا ټینګار کړی چې د مرستو د اغېزمن رسولو لپاره په افغانستان کې د ښځینه مرستندویه کارکوونکو شتون ځانګړی اهمیت لري، ځکه ښځینه کارکوونکې کولی شي هغو ښځو او کورنیو ته هم لاسرسی ولري چې د نارینه کارکوونکو له لارې ورته رسېدل ستونزمن وي
د دې ادارې په وینا، د افغانستان د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره دوامدارې نړیوالې مرستې او د مرستندویه ادارو د کار لپاره خوندي او مناسب چاپېریال ته اړتیا ده
اوچا خبرداری ورکړی چې د مرستو د کموالي، اقتصادي ستونزو او د بېځایه شویو خلکو د زیاتوالي له امله د افغانستان بشري وضعیت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1812
-
اخبار افغانستان
954
-
مقاله
755
-
سیاست
336
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl