news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

خيبر پښتونخوا: پېښور کې د ویزو د ستونزې له امله د افغان ډاکټرانو دندې ودرول شوې

خيبر پښتونخوا: پېښور کې د ویزو د ستونزې له امله د افغان ډاکټرانو دندې ودرول شوې

خيبر پښتونخوا: پېښور کې د ویزو د ستونزې له امله د افغان ډاکټرانو دندې ودرول شوې

 بریانیوز سه شنبه (۲۴/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د پېښور په نارټ‌ویسټ عامه څېړنیز روغتون کې د یو شمېر افغان ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو کاري بهیر د باوري ویزو د نه‌لرلو له امله درول شوی دی

د روغتون د بشري سرچینو په یوه مکتوب کې ویل شوي، هغه افغان کارکوونکي چې باوري ویزه ونه لري، له «سمدستي اغېز» سره به په دغه روغتون او اړوندو ادارو کې خپلې دندې نه شي ترسره کولی

په مکتوب کې راغلي چې یاد کارکوونکي به یوازې هغه مهال بېرته خپلو دندو ته ستانه شي چې د باوري ویزې اړوند اسناد وړاندې او د ادارې له لوري تایید شي

یو شمېر افغان ډاکټرانو ویلي، دوی د خپلو ویزو د غځولو لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړي، خو تر اوسه یې غوښتنلیکونه نه دي تایید شوي او د پایلې په تمه دي

د دغه روغتون یوه افغان ډاکټر ویلي، یو شمېر افغان ډاکټرانو او نورو روغتیايي کارکوونکو مخکې د باوري ویزو پر بنسټ په روغتون کې دندې ترسره کولې، خو اوس یې د ویزو د غځولو د غوښتنلیکونو د نه ارزول کېدو له امله کاري بهیر درول شوی دی

د راپورونو له مخې، په پېښور کې د افغان ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو دغه ستونزه په داسې حال کې رامنځته شوې چې یو شمېر افغان اتباع د ویزو د غځولو او قانوني استوګنې د اسنادو د ترلاسه کولو له ځنډ سره مخ دي

تر اوسه د نارټ‌ویسټ عامه څېړنیز روغتون له لوري د افغان ډاکټرانو د دندو د بېرته پیلولو د کره وخت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto