news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ملګري ملتونه: په افغانستان کې میلیونونه کسان لا هم پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

ملګري ملتونه: په افغانستان کې میلیونونه کسان لا هم پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

ملګري ملتونه: په افغانستان کې میلیونونه کسان لا هم پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

 بریانیوز سه شنبه (۲۴/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام  وايي، په افغانستان کې میلیونونه کسان لا هم د څښاک پاکو او خوندي اوبو ته له لاسرسي بې‌برخې دي او په ټول هېواد کې د اوبو رسولو د اسانتیاوو د پراختیا لپاره د چټکو او بنسټیزو هڅو اړتیا ده

دغه بنسټ ټینګار کوي چې د اوبو د سرچینو د خوندي کولو او د خلکو د روغتیا د ساتنې لپاره باید د ښارونو په جوړولو او پراختیا کې د اوبو موضوع په پام کې ونیول شي او د اوبو سرچینې په سمه توګه مدیریت شي

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام د افغانستان د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو د لومړیتوبونو په یوه راپور کې ویلي، چې د څښاک اوبو ته لاسرسی په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو او غیررسمي ښاري مېشت ځایونو کې له جدي ستونزو سره مخ دی

د دغه بنسټ په وینا، کابل، کندهار او هرات د نفوسو د چټک زیاتوالي، د اقلیمي بدلون د اغېزو او د اوبو له اړوندو بنسټونو سره د کافي پانګونې د نشتوالي له امله د اوبو رسولو له سختو ننګونو سره مخ دي

په ورته وخت کې، د ځمکې لاندې اوبو د کچې کمېدل د افغانستان په ګڼو ښارونو کې د اوبو د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام د معلوماتو له مخې، کابل ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د ځمکې لاندې اوبو د زېرمو د کمښت له جدي خطر سره مخ شي

دغه بنسټ وايي، د اقلیمي بدلون، اوږدمهالو وچکالیو، چټک ښاري کېدو او د اوبو د زېرمو د کمزوري مدیریت له امله د اوبو ستونزه لا پراخېدای شي؛ له همدې امله د اوبو د سرچینو ساتنه، د رسولو د شبکو پراختیا او د ښاري پلان جوړونې پیاوړتیا د افغانستان لپاره له مهمو اړتیاوو څخه دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto