news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اسټرالیا : په ملبورن هوايي ډګر کې افغان وګړی د تاوتریخوالي ډکو افراطي ویډیوګانو د ساتلو په تور نیول شوی

اسټرالیا : په ملبورن هوايي ډګر کې افغان وګړی د تاوتریخوالي ډکو افراطي ویډیوګانو د ساتلو په تور نیول شوی

اسټرالیا : په ملبورن هوايي ډګر کې افغان وګړی د تاوتریخوالي ډکو افراطي ویډیوګانو د ساتلو په تور نیول شوی

 بریانیوز سه شنبه (۲۴/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د اسټرالیا فدرال پولیسو یو ۳۰ کلن افغان وګړی د ملبورن په نړیوال هوايي ډګر کې د تاوتریخوالي ډک افراطي توکو د ساتلو په تور نیولی دی

د اسټرالیا د فدرال پولیسو په وینا، نیول شوی کس محمد احمدزي نومېږي او د سپټمبر پر ۱۲مه هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې د منځني ختیځ له لارې افغانستان ته سفر وکړي. د محکمې د معلوماتو له مخې، نوموړي غوښتل افغانستان ته د خپل ناروغ پلار د لیدو لپاره ولاړ شي

پولیس وایي، د نوموړي له یوه ضبط شوي ګرځنده ټیلیفون څخه داسې ویډیوګانې موندل شوې چې پکې ډزې، د خلکو ډله‌ییزه وژنه او د یرغمل شویو کسانو د سر پرې کولو صحنې لیدل کېږي. چارواکي ادعا کوي چې دغه مواد د تاوتریخوالي له افراطي محتوا سره تړاو لري

احمدزي د یکشنبې په ورځ د ویډیو له لارې د ملبورن د مجسټریټ محکمې په غونډه کې ګډون وکړ. نوموړی د تاوتریخوالي د افراطي موادو د ساتلو ترڅنګ، پولیسو ته د خپل برېښنايي وسیلې د لاسرسي نه ورکولو په تړاو له یوه بل تور سره هم مخ دی

د پولیسو په وینا، دا قضیه د ویکټوریا ایالت د هغو کسانو په اړه د یوې پراخې څېړنې برخه ده چې د اسلامي دولت ډلې اړوند تبلیغاتي او تاوتریخوالي ډک مواد یې د انټرنېټ له لارې ترلاسه کړي یا له نورو سره شریک کړي دي. احمدزي د دې قضیې شپږم کس دی چې د اسټرالیا فدرال پولیسو له لوري نیول او تورن شوی دی

د تاوتریخوالي د افراطي موادو د ساتلو تور په اسټرالیا کې تر پنځو کلونو بند سزا لرلی شي. خو پر احمدزي لګېدلي تورونه لا په محکمه کې د څېړنې لاندې دي او تر اوسه د هغه د جرم وروستۍ پرېکړه نه ده شوې

د نوموړي قضیه به د ملبورن په مجسټریټ محکمه کې بیا وڅېړل شي، په داسې حال کې چې پولیس لا هم د دې شبکې او د نیول شوو کسانو ترمنځ د احتمالي اړیکو په اړه خپلې څېړنې روانې ساتي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto