بروکسل : د افغانستان د دیپلوماتانو شورا په بروکسل کې د اروپا د سیاست د بدلون غوښتنه کړې
بریانیوزچهار شنبه (۲۵/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
بروکسل — د افغانستان د دیپلوماتانو د شورا غړو په تېرو دوو ورځو کې په بروکسل کې د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت، پارلمان او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له چارواکو سره کتلي او د افغانستان په اړه یې د اروپا پر روان سیاست خبرې کړې دي
د سرچینو په وینا، دغه لیدنې په داسې مهال ترسره شوې دي چې څه موده وړاندې د طالبانو یو پلاوي هم بروکسل ته سفر کړی و. د افغانستان د دیپلوماتانو شورا په دغو ناستو کې د طالبانو پر وړاندې د اروپا د تګلارې د بدلون پر اړتیا ټینګار کړی دی
د شورا غړو له دې وړاندې ویلي وو چې طالبان په تېرو پنځو کلونو کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته د پام وړ انعطاف نه دی ښودلی
اروپايي ټولنې په وروستیو میاشتو کې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو او نورو عملي موضوعاتو په اړه اړیکې پراخې کړې دي، خو اروپايي چارواکي ټینګار کوي چې دغه اړیکې د طالبانو د حکومت د رسمي پېژندنې یا سیاسي مشروعیت په معنا نه دي
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست ادارې هم په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت، بشري حقونه او د ټولنې د ټولو برخو سیاسي ګډون لا هم د اروپا له مهمو اندېښنو څخه دي
د افغانستان د دیپلوماتانو شورا له هغو سفیرانو او جنرال قونسلانو جوړه ده چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یې له دغې ډلې سره اړیکې نه دي ټینګې کړې او په کابل کې یې د طالبانو له لوري ورکړل شوي امرونه نه دي منلي
تر اوسه څرګنده نه ده چې په بروکسل کې د دغو لیدنو او روانو بحثونو په پایله کې به اروپايي ټولنه د افغانستان په اړه په خپله تګلاره کې کوم مشخص بدلون راولي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?