ترمذ : د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنعتي محصولاتو ګډ نندارتون پرانیستل شو
بریانیوزچهار شنبه (۲۵/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنعتي محصولاتو درې ورځنی ګډ نندارتون د اوزبېکستان د ترمذ ښار په نړیوال سوداګریز مرکز کې پرانیستل شو، چې د دواړو هېوادونو لسګونو تولیدي او سوداګریزو شرکتونو په کې ګډون کړی دی
په نندارتون کې د دواړو هېوادونو د نساجۍ، اوبدل شوو توکو، جامو، غالیو، څرمنو، بوټانو او نورو سپکو صنعتي محصولاتو بېلابېل ډولونه نندارې ته وړاندې کېږي. د اوزبېکستان د رسمي معلوماتو له مخې، له اوزبېکستانه د ۹۰ او له افغانستانه د ۶۰ څخه ډېرو شرکتونو استازو په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د نندارتون د پرانیستې پر مهال ویلي، دغه نندارتون د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، اقتصادي همکاریو او تولیدي اړیکو د پراختیا لپاره مهم فرصت برابروي
د نندارتون په څنډه کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او تولیدوونکو ترمنځ دوه اړخیزې سوداګریزې ناستې، خبرې او مذاکرات هم ترسره کېږي. په دغو ناستو کې د صادراتو او وارداتو د پراختیا، د ګډو تولیدي پروژو، پانګونې او د نویو سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو په اړه بحثونه کېږي
د افغانستان لپاره د اوزبېکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمتالله ایرګاشیف ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د لا لوړولو لپاره هڅې روانې دي او تمه ده چې دوه اړخیزه سوداګري په راتلونکي کال کې پنځه میلیارد ډالرو ته ورسېږي
د ترمذ دغه نندارتون د سپټمبر له ۱۵مې تر ۱۷مې پورې دوام کوي او موخه یې د دواړو هېوادونو د تولیدوونکو او سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پیاوړتیا، د صادراتو لپاره د نویو بازارونو موندل او د ګډو تولیدي همکاریو پراخول دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?