news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

میرضیایف: د شانګهای سازمان دې له افغانستان سره منظمې خبرې بیا پیل کړي

میرضیایف: د شانګهای سازمان دې له افغانستان سره منظمې خبرې بیا پیل کړي

میرضیایف: د شانګهای سازمان دې له افغانستان سره منظمې خبرې بیا پیل کړي

بریانیوزپنجشنبه (۲۶/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د اوزبېکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د شانګهای همکاریو له سازمان څخه غوښتي چې له افغان استازو سره منظمې خبرې اترې بېرته پیل کړي او د افغانستان په اړه د امنیتي، اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو موضوعات په ګډه وڅېړي

میرضیایف د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په ۲۶مه غونډه کې په بیشکیک کې ویلي، په افغانستان کې د سولې او ثبات ساتل د سیمې د امنیت او دوامدار پرمختګ لپاره اساسي شرط دی.

هغه وړاندیز کړی چې د شانګهای سازمان او افغانستان ترمنځ منظمې خبرې بیا پیل شي، څو د سیمې د امنیتي اندېښنو، د افغانستان د اقتصادي ودې او په سیمه‌ییزو همکاریو کې د دغه هېواد د لا ډېرې ونډې په اړه بحثونه وشي

د اوزبېکستان ولسمشر ویلي، سیمه له داسې سوکاله افغانستان سره اړتیا لري چې په رغنده سیمه‌ییزو بهیرونو کې مدغم وي. د هغه په وینا، د افغانستان ثبات کولی شي د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د ترانزیټي لارو، سوداګرۍ او انرژۍ په برخو کې د همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي

شانګهای همکاریو سازمان افغانستان ته د څارونکي هېواد حیثیت ورکړی او له دغه هېواد سره د اړیکو لپاره د «افغانستان ـ شانګهای همکاریو سازمان د تماس ډلې» میکانیزم هم له پخوا موجود دی

د میرضیایف دا وړاندیز داسې مهال مطرح کېږي چې د بیشکیک په وروستۍ غونډه کې افغانستان د سیمې د امنیت او پرمختګ له مهمو موضوعاتو څخه بلل شوی او د شانګهای سازمان مشرتابه د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزو همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto