ګرس مېنګ : امریکايي استازې د سویلي افریقا د ۱۷۵۰۰ کډوالو د منلو پر طرحې نیوکه وکړه
(بریانیوز شنبه (۴/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د امریکا د استازو جرګې غړې ګرس مېنګ د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر هغې پرېکړې نیوکه کړې چې له مخې یې ټاکل شوې په راتلونکي یوه کال کې له سویلي افریقا څخه ۱۷ زره او ۵۰۰ کسان د کډوالو په توګه امریکا ته ومنل شي
مېنګ پوښتنه کړې چې ولې د دغو کډوالو د منلو لپاره شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالر ځانګړي کېږي، په داسې حال کې چې د امریکا د پوځ افغان متحدین لا هم له امریکا بهر په بېلابېلو هېوادونو کې د بیا مېشتېدو په تمه دي
نوموړې پر خپلې ټولنیزې شبکې لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ورته ویلي، د سویلي افریقا کډوال ښايي د نورو کډوالو په پرتله په امریکايي ټولنه کې ژر ورګډ شي
مېنګ د روبیو دغه څرګندونې «غیرمستقیمې او رمز لرونکې» بللې او پوښتنه یې کړې چې ولې د افغان متحدینو لپاره ورته لومړیتوب نه ورکول کېږي
د امریکا د کډوالۍ او بیا مېشتېدو د تګلارې په اړه د کانګرس د غړو ترمنځ دا بحثونه په داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانانو د کډوالۍ او بیا مېشتېدو موضوع لا هم د امریکا د حکومت د تګلارو له مهمو بحثونو څخه ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1848
-
اخبار افغانستان
973
-
مقاله
777
-
سیاست
364
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl