news اخبار فوری
clock

په بروکسل کې محکمه د افغان کورنۍ په ګټه پرېکړه کوي؛ بلجیم حکومت د فوري اسکان مکلف شو

په بروکسل کې محکمه د افغان کورنۍ په ګټه پرېکړه کوي؛ بلجیم حکومت د فوري اسکان مکلف شو

 

بروکسل – د بلجیم د پلازمېنې یوې محکمې د انسانیت او عدالت پر بنسټ یوه مهمه پرېکړه کړې او د دغه هېواد حکومت ته یې امر کړی چې یوه بې‌سایه افغان کورنۍ سمدستي په مناسب او خوندي ځای کې اسکان کړي 

یاده کورنۍ د ۱۴۰۴ د اسد میاشتې په اوږدو کې بلجیم ته ورسېده، خو د پناه غوښتنې له ثبت وروسته د استوګنې له دولتي شبکې بې‌برخې پاتې شوه. د څو میاشتو لپاره دغه کورنۍ د بروکسل په سړکونو او عامو ځایونو کې ژوند ته اړ شوې وه، چې دا وضعیت د بشري حقونو د سازمانونو او د مهاجرت د ملاتړ ډلو سخت انتقادونه راپارولي وو

محکمې په خپل حکم کې څرګنده کړې، چې د پناه غوښتونکو د سرپناه حق یو بنسټیز انساني اصل دی، او هېڅ حکومت حق نه لري چې دغه حق تر پښو لاندې کړي

د مهاجرت د چارو شنونکي دا پرېکړه د عدالت او بشري حقونو په برخه کې یو مثبت پرمختګ بولي او وایي چې دا کار به د هغو ګڼو پناه غوښتونکو لپاره د هیلې څراغ شي، چې له ورته ستونزو سره مخ دي

د بلجیم د ټولنیزو چارو وزارت تایید کړې چې د محکمې پرېکړې ته یې درناوی لري او د یادې افغان کورنۍ د اسکان عملي پروسه یې پیل کړې ده

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې په وروستیو میاشتو کې د بلجیم د پناه غوښتنې مرکزونه له ګڼو پناه غوښتونکو ډک شوي او ګڼ شمېر مهاجرین د استوګنې له نشتوالي شکایت کوي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto