کرملین وايي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د احتمالي لیدنې لپاره تراوسه کومه نېټه نه ده ټاکل شوې. دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې راپورونه د مقدماتي ناستې د ځنډېدو خبر ورکړی و، خو مسکو ټینګار کوي چې “هغه څه نه شي ځنډېدای چې لا نهایي شوي نه وي
د مسکو چارواکو ویلي، د امریکا او روسیې د مشرانو ترمنځ د احتمالي لیدنې د ترسره کېدو نېټه لاهم نه ده روښانه شوې او د دې غونډې د تنظیم په اړه هېڅ وروستۍ پرېکړه نه ده شوې
د رويټرز د رپوټ له مخې، دا څرګندونې وروسته له هغې خپرې شوې چې ویل کېدل، د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ هغه ناسته چې د مشرانو د لیدنې لپاره مقدماتي چمتووالی بلل کېده، د نامعلومو دلایلو له امله ځنډول شوې ده
خو کرملین دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې “د ځنډ خبره یوازې هغه وخت مطرح کېدای شي چې ناسته رسمي اعلان شوې وي، خو دا پلان لا نه دی نهایي شوی
د کرملین ویاند، دیمیتري پسکوف، زیاته کړې چې “تر اوسه هېڅ یو له دواړو ولسمشرانو د لیدنې لپاره مشخصه نېټه نه ده وړاندې کړې، او دا ډول غونډې پراخ چمتووالی او همغږي غواړي
پسکوف همدارنګه ویلي، مسکو دا مهال د احتمالي وخت په اړه هېڅ وضاحت نه لري او د غونډې د ترسره کېدو کره نېټه اټکلول لاهم ناشوني دي
شنونکي باور لري چې که دا لیدنه ترسره شي، ښايي پر نړیوال امنیت، اقتصادي اړیکو او د سیمې پر مهمو سیاسي مسایلو پراخ بحث وشي. خو د کرملین وروستۍ څرګندونې ښيي چې دا مهمه لیدنه لاهم د نامعلوم برخلیک په ګرداب کې ده