«د پاکستان د هوايي بریدونو په منځ کې افغان ملت قرباني کېږي، طالبان له دې بحران څخه سیاسي ګټه پورته کوي، او افغانستان د نوې ناامنۍ پر لور روان دی.»
بریانیوز( یکشنبه، ٣ حوت ١٤٠٤)
د افغانستان سیاسي وضعیت د ۲۰۲۱ کال وروسته یو ځل بیا د سیمهییزو رقابتونو او سیالیو په مرکز بدل شوی دی. د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، که څه هم په لومړیو کې داسې انګېرنه موجوده وه چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) مسئله به د کابل او اسلاماباد تر منځ په تفاهم حل شي، خو اوس وضعیت برعکس شوی او اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې دي.
د ټي ټي پي مسئله او د پاکستان غوښتنې:
پاکستان پرلهپسې له طالبانو غواړي چې د ټي ټي پي جنګیالي دې له افغانستانه وباسي او یا یې بې وسلې کړي. اسلاماباد ادعا کوي چې د ټي ټي پي مشرتابه او جنګیالي د افغانستان له خاورې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه تنظیموي. له بلې خوا طالبان تل دا تورونه رد کړي او وايي چې دوی اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.
خو واقعیت دا دی چې طالبان د ټي ټي پي پر وړاندې بشپړ کنټرول نه لري. ټي ټي پي له فکري او ایډیولوژیک پلوه طالبانو ته نږدې ډله ده، او ګڼ شمېر طالب جنګیالي له هغوی سره خواخوږي لري. له همدې امله، که طالبان وغواړي هم، د ټي ټي پي پر وړاندې قاطع اقدام ورته اسانه نه دی.
د طالبانو او پاکستان لانجه او د افغان ملت قربانيان:
په دې لانجه کې هره ورځ افغان ملت قرباني کېږي. د جګړې، بریدونو، او امنیتي ننګونو تر څنګ، عام خلک د اقتصادي ستونزو، بېکاري، او د ژوند له اساسي خدماتو څخه محرومه شوي دي. په ورته وخت کې، طالبان هڅه کوي له دې بحران څخه سیاسي ګټه پورته کړي، او ځان ته داخلي مشروعیت غوښتنه وکړي، چې د دوی ادعا ده: “ملت باید زموږ تر شا ودریږي.” حال دا چې اصلي مسبب خپله طالبان دي چې د ټي ټي پي او پاکستان د لانجې په ډګر کې لاسوهنه کړې.
د طالبانو ستره تیروتنه او د پاکستان موقعیت:
یو له ستره تېروتنه طالبانو دا وه چې د ټي ټي پي او پاکستان تر منځ د سولې خبرې په کابل کې پیل کړې. دا پاکستان ته ښه بهانه ورکړه چې وښيي ټي ټي پي په افغانستان کې خوندي ځای لري او طالبان یې کنټرول نه شي کولای. د دې لارې پاکستان وکولی شو د افغانستان په داخلي چارو کې د مداخلې لپاره مناسب دلیلونه پیدا کړي.
د طالبانو او هند اړیکې او د سیمهییزو اندېښنو پراخوالی:
په وروستیو کلونو کې د طالبانو او هند تر منځ اړیکې بیا فعاله شوې دي. هند، چې مخکې یې د پخواني افغان حکومت ملاتړ کاوه، اوس هڅه کوي له طالبانو سره اړیکې پراخې کړي. دا موضوع د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ ده. پاکستان وېره لري چې هند به د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد سیاسي او استخباراتي نفوذ پراخ کړي. اسلاماباد نه غواړي چې افغانستان د دوی “شاته انګړ” کې د هند د نفوذ مرکز شي.
د نیابتي جګړې خطر او داخلي کمزوري:
د پورته تحولاتو په نظر کې نیولو سره، دا اندېښنه ورځ تر بلې پیاوړې کېږي چې افغانستان یو ځل بیا د نیابتي جګړې په میدان بدل شي. که طالبان د پاکستان غوښتنې ونه مني، پاکستان کولای شي پر بېلابېلو لارو فشارونه زیات کړي. له بلې خوا، که طالبان له هند سره اړیکې پراخوي، دا به سیمهییز حساسیتونه نور هم زیات کړي.
طالبان نه بشپړ امنیتي کنټرول لري، نه اقتصادي ثبات، او نه هم ملي اجماع. اقتصادي ستونزې، بېکاري، د پانګې تېښته، او نړیوال بندیزونه ورځ تر بلې زیاتېږي. دې وضعیت د داخلي بېثباتۍ او د عام ولس نارضایتۍ لامل دی.
داخلي وضعیت او د ملي اجماع نشتون:
د طالبانو حکومت تر اوسه د یو قانونمند او ټولشموله نظام بڼه نه ده خپله کړې. سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې، او د بېلابېلو قومونو او قشرونو استازي په تصمیمنیونه کې ونډه نه لري. د ملي اجماع نشتون، د اساسي قانون نه شتون، او د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه د ولسي نارضایتۍ لامل شوي دي.
ډېری افغانان ځان له سیاسي بهیر څخه ګوښه احساسوي. کله چې یو حکومت پراخ ولسي ملاتړ ونه لري، نو په داخلي او خارجي فشارونو کې ډېر زیانمن کېږي. همدا وضعیت کولای شي افغانستان د یوې بلې ناامنۍ پر لور بوځي.
د پاکستان او طالبانو تر منځ لانجې، د ټي ټي پي مسئله، د طالبانو او هند د اړیکو پراخېدل، او د سیمهییزو سیالیو شدت د افغانستان د راتلونکي لپاره جدي ګواښونه رامنځته کړي دي. طالبان د دې ټولو ستونزو اصلي مسبب هم دي، خو هڅه کوي د بحران له لارې خپل سیاسي مشروعیت وساتي.
افغان ملت د دې لانجو قرباني دی، پاکستان د افغانستان سوکالي نه غواړي، او طالبان خپله له تېروتنو او کمزوریو له امله د مداخلې بهانه ورکړې ده. که سیمهییز هېوادونه خپلې سیالۍ د افغانستان له خاورې لیرې وساتي او که په داخل کې یو پراخ، قانونمند او ټولشموله حکومت رامنځته نه شي، نو ویره شته چې افغانستان به یو ځل بیا د نورو د رقابتونو قرباني شي.